کور / راپور / اجرائيه رئيس: په هېواد کې د نشه يي توکیو او روږدو کسانو وضعیت ټکان ورکوونکی دی

اجرائيه رئيس: په هېواد کې د نشه يي توکیو او روږدو کسانو وضعیت ټکان ورکوونکی دی

له نشه يي توکیو او مسکراتو سره د مبارزې ملي کمېټې خپله ناسته نن په سپېدار ماڼۍ کې د اجرائيه رئيس په مشرۍ وکړه.

په دې ناسته کې لومړی له نشه يي توکیو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د خپلو کړنو رپوټ وړاندې کړ او اندېښنه یې وښوده، چې په هېواد کې د روږدو کسانو شمېر او د نشه يي توکیو تولید ډېر شوی دی.

هغې دغه راز وویل، چې د تېرکال په پرتله په هېواد کې د نشه يي توکیو کر او تولید ډېر شوی او په 2017 کال کې په ټول هېواد کې په 328زره هکتاره ځمکې کوکنار کرل شوي دي.

سلامت عظیمي زیاته کړه، سره له دې چې حکومت له نشه يي توکیو سره د مبارزې لپاره پياوړې اراده لري، په دې برخه کې ټولو ادارو هڅې کړي؛ خو لا هم د ځینو کورنیو او نړیوالو عواملو له امله دا مبارزه بریا ته نه ده رسېدلې.

له نشه يي توکیو سره د مبارزې د وزیرې په وینا، چې یوازې په هلمند کې له دېرش زره هکتاره په ډېرې ځمکې کوکنار کرل شوي دي.

هغې دغه راز اندېښنه ښکاره کړه چې په هېواد کې د روږدو کسانو شمېر هم خورا لوړ شوی او تر اوسه په کابو درې نیم میلیونه وګړو مثبت ټسټونه ترسره شوي دي. د دې وزارت د چارواکیو په وینا، چې په هېواد کې کابو سل زره ماشومان هم روږدي دي.

هغوی په دې برخه کې له شته ستونزو هم یادونه وکړه او ویې ویل، تر هغې چې ټول افغانان له نشه يي توکیو سره مبارزه د یوه ملي مسوولیت په توګه ونه مني، نو له نشه يي توکیو سره مبارزه به بشپړه پایله ورنکړي.

سلامت عظیمي په هېواد کې د عامه پوهاوي، رسنیزو خپرونو، د بدیل کښتونو په زیاتېدو او د عمل پروګرام په بشپړ پلي کولو ټينګار وکړ.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکیو سره د مبارزې مرستیال هم وویل، چې دوی په تېر کال کې کابو درې زره کسان د نشه يي توکیو د قاچاق او تولید په تور نیولي، چې نهه تنه یې ستر او نړیوال قاچاق کوونکي وو.

د کرنې وزیر نصیر احمد دراني وویل، چې په تېرو کلونو کې د بدیل کښت په ارقامو تمرکز شوی؛ خو هيڅکله په اقتصادي تحلیل بحث نه دی شوی او د بدیل کښتونو ورکړې د نشه يي ټوکیو په کمښت کې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وویل، سره له دې چې دوی د روږدو کسانو د روغتونو د اکمال لپاره کافي بودیجه نه لري؛ خو بیا یې هم تر ډېره ستونزې حل کړي دي. خو ویې ویل، تر هغې چې په بازار کې د نشه يي توکیو عرضه کول ممکن وي نو د روږدو کسانو مخنیوی هم سخت دي، ځکه له یوولس زره درمل شویو کسانو څخه یې نهه زره تنه بېرته روږدي شوي دي.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په هېواد کې د روږدو کسانو او د نشه يي توکیو کرکېلې زیاتېدو ته په اشارې وویل، چې په دې برخه کې د ادارو هڅې لازمې همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري. هغه وویل، تر اوسه ادارو لازمه همکاري نه ده کړې او ویې ویل، چې د نشه يي توکیو کر او تولید او په نشه د روږدو کسانو په برخه کې ناکامي د ټول حکومت او خلکو ناکامي ده؛ هېڅ اداره باید په دې برخه کې ناغېړي ونکړي.

اجرائيه رئیس وویل، تر اوسه ادارو په هر اړخیز ډول له نشه يي توکیو سره مبارزه د یوه اهم لومړیتوب په توګه نه دی غوره کړی، نه په کور دننه او نه له کور د باندې ورته د یوه مهم لومړیتوب په سترګه کتل شوي دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله ټينګار وکړ، چې په کور دننه د ادارو غفلت د منلو وړ نه دی او په سیمه ییزه کچه به په دې اړه د حکومت رهبري او د بهرنیو چارو وزارت مسایل مطرح کړي.

اجرائيه رئيس وویل، چې موږ له یوه ناورین سره مخ یو او د دې ناورین د کابو کولو او مهارولو لپاره د ټول افغانانو به ځانګړي ډول د دولتي جوړښتونو مسوولیت مهم دی. هغه زیاته کړه، چې له نشه یي توکیو سره د مبارزې په برخه کې شویو هڅو پایله نه ده ورکړې او په دې برخه کې هېڅ لاسته راوړنه شتون نه لري؛ بلکې ځينې پرمختګونه شوی؛ خو نهايي هدف ته چې د نشه يي توکیو له منځه وړل دي، تر اوسه افغانستان نه دی رسېدلی.