کور / راپور / د زابل چارواکي: په عدلي او قضايي ارګانو کي د فساد د مخنيوي لپاره د علماوو همکاري ته اړتيا لرو

د زابل چارواکي: په عدلي او قضايي ارګانو کي د فساد د مخنيوي لپاره د علماوو همکاري ته اړتيا لرو

د زابل ولایت د عدلي او قضايي ارګانونو مسوولین وایي چې د خپلو فعالیتونو د پراختیا، شفافیت او ښه والی لپاره یې هڅي ګړندۍ کړي دي تر څو خلګ د افغان دولت له خوا پر دولتي عدلي ارګانونو باور زیات شيپه عدلي او قضايي ارګانونو کې د پراخ فساد موجودیت پر دغه ادارو باندي د خلکو د بی باوری سبب سوی او ویل کیږی چې اوس د هیواد په اکثره سیمو کې خپلې دعوې په وسله والو مخالفینو یا قومي مشرانو حلوي

د زابل ولایت د قضايي ارګانونو مسوولین وایي چې اوس غواړي د ولس، دیني عالمانو او قومي مخورو په مرسته دغه ستونزي راکمي کړي تر څو عدالت تامین سی او خلګ بیرته پر دوي باور پیدا کړي

ددې ولایت د استیناف څارنوالۍ رییس ګل محمد الکو له دیني عالمانو سره په یوه مشورتي غونډه کې وویل چې باید عالمان ورته د قانون په تطبیق او د فساد په مخنیوي کې مشوري ورکړی او مرسته ورسره وکړي

نوموړي وویل باید چې د دوي موخه د شرعي قانون حاکمیت، مجرمینو ته سزا ورکول او د فساد مخنیوی دی او په دې ټولو برخو کې دینی عالمان ډیره همکاري کولی شی ځکه دوی له خلکو سره نژدي په تماس کي دي

الکو وویل په خپل ټول توان هڅه کوی چې د هیچا حق ضایع نشي

پر همدې مهال د زابل ولایت یو شمیر دیني عالمانو د قانون تطبیق د ټولنې ستره اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې باید دولت او ملت په برخه کې له یو بل سره په همکارۍ کار وکړي

دوي د څارنوالۍ مسوولینو ته وویل چې باید په خپله اداره کې پراخ اصلاحات راولی، د فساد مخنیوي وکړی او له دینی عالمانو او قومی مشرانو سره خپلو مشورو ته دوام ورکړی تر څو بیرته د خلکو باور ورباندي پیدا شي

دوي همدارنګه غوښتنه وکړه چې باید په ټولو ولسوالیو کې عدلي او قضايي ادارې فعاله شی څارنوالان او قضایان ولیږل شی تر څو خلکو مجبوره نشی چې خپلې دعوی په نورو خلکو یا مخالفینو حل کړی

د زابل ولایت د استناف څارنوالی چارواکی په داسی حال کې د عدلی او قضايي ادارو د ښه والی له پاره له دینی عالمانو څخه د مرستی او مشورو غوښتنه کوی چې په د دې ولایت په اوو ولسوالیو کې اوس هم محاکمی او څارنوالۍ وجود نلری.