کور / د ماشومانو نړۍ / زما د زوی کورنۍ کار

زما د زوی کورنۍ کار

د کوچنیانو لپاره یوه لنډه کیسه

لیکوال: سمیع الله خالد سهاک

یوه ورځ چی لا له کوره نه وم وتی، زوی می له خوبه پاڅید او په ژړا یی پیل وکړ. ما چی په هغه وخت کی کالي بدلول، ژر ژر می کالي واغوستل او په خندا می تری وپوښتل

“ څه خبره ده زویه ؟… ولی ژاړی؟”

زوی می چی لا ژړل په ژړغوني آواز ووئیل

“ زه نن مکتب ته نه ځم ”

زه چی د هغه له دې حرکت څخه په تعجُب کی وم، په خندا می تری وپوښتل

“ ولی نه ځې؟”

“ ما ته هره ورځ معلم په قهر وی ”

“ ولی په قهر وي؟ ”

“ هغه وایی چی ته خپل کورنۍ کار نه کوی ”

“ خو زویه کورنۍ کار دی وکړه ”

“ نشم کولای”

“ ولی نه شې کولای؟ ”

“ نه پوهیږم چی څه وکړم… او کله بیا په لوبو مصروف شم او کورنۍ کار می له یاده ووځي”

“ نو ته باید په مکتب کی خپل استاد ته ښه فکر ونیسی او درس ترې زده کړې او که بیا هم پوه نه شوې له ما یی و پوښته ”

“ نو نن څنګه وکړم؟”

“ زه به نن له تا سره مکتب ته ولاړ شم او یا به ستا معلم ته زنګ ووهم چی په تا په قهر نه شي ”

“ ښه ده  ”

“  خو یو شرط لري”

“ څه شرط لري؟ ”

“ شرط دا دی چی ته به له ما سره وعده کوی چی سر له نن څخه به خپل معلم ته غوږ نیسې او درس به زده کویی.”

“ او که زده می نه کړ؟ ”

“  که زده دی نه کړ، نو بیا چی زه کورته راغلم، له ما یی وپوښته”

“ ښه ده”

“اوس د خدای پامان ”