کور / د ډيورنډ کرښه / پاکستان افغان مشران په دې تورنوي چي د پښتنو لاريون ته سياسي رنګ ورکوي

پاکستان افغان مشران په دې تورنوي چي د پښتنو لاريون ته سياسي رنګ ورکوي

پاکستان د افغان ولسمشر وروستي ټویټونه د پاکستان په کورنیو مسلو کې د لاس وهنې معادل ګڼلي او وايي هڅه یې کړې بل رنګ ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل وايي، د افغانستان د ولسمشر له لوري په پاکستان کي د پښتنو د لاريون ملاتړ د پاکستان په کورنیو مسألو کي د لاسوهنې په مانا دي.

د نورو افغان چارواکو سربېره ولسمشرمحمد اشرف غني هم په اسلام اباد کي د پښتنو د وروستي احتجاجي ناستي ملاتړ وکړ.

د پښتنو د اوږده احتجاجي پرلت پر مهال ولسمشرغني ویلي وه، دا د تندلارۍ پر وړاندي ډېر ښه ګام دی او دا د هر چا “اخلاقي” دنده ده چي ملاتړ ئې وکړي.

دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند محمد فیصل وايي، “افغان مشرۍ هڅه کړې پرلت ته بل رنګ ورکړي”.

د احتجاجي لاريون پرمهال ولسمشر غني پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي وه”ما پر فغانانو او د سیمې پر خلګو ږغ کړی چي نور باید د ترهګرۍ پرضد سره یو سي.زما په اند د پښتنو اوږد مارچ زما هماغو څرګندونو ته ځواب او د بنسټ پالنې پر ضد د بېدارۍ يوه نښه ده”.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پښتنو لاريون د ټولنیزې مسلې په خاطر وو او دې ته دي سیاسي رنګ نه ورکول کېږي.

افغان ولسمشراشرف غني همداراز پر رسنیو ږغ کړی چي په بې پرې توګه خپله دنده پرځای او د پښتنو لاریونوالو غوښتنې خپرې کړي او نړۍ ته یې “سم” انځور وړاندې کړي.

د پاکستان یو شمېر سیاسي کړۍ افغان لوری په دې تورنوي چي ګواکې د پښتنو پرلت بېلتون پالونکی خوځښت تعبیروي.

په اسلام اباد کې د پښتنو یو کم ساری احتجاجي پرلت د حکومت ددې ډاډ وروسته چې غوښتنې به یې پوره کېږي پای ته ورسېد.