کور / راپور / ډاکټر عبدالله: د ټولو مسوولیت دی چې د ترهګرو پر وړاندې په یوه واحد صف کې ودرېږو

ډاکټر عبدالله: د ټولو مسوولیت دی چې د ترهګرو پر وړاندې په یوه واحد صف کې ودرېږو

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د دعوت پوهنتون د فارغو شویو محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ. په دې ناسته کې د هېواد اجرائیه رئيس فارغو شویو محصلینو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې دغه ځوانان نه یوازې دا چې خپل راتلونکی جوړ کړي؛ باید د هېواد او خپلو خلکو لپاره هم کار وکړي څو له ستونزو خلاص شي.

اجرائيه رئيس سره له دې چې د ځوانانو په زده کړو یې ټينګار وکړ وویل، دغه ځوانان هیله مندي پيدا کوي چې افغانستان به روښانه راتلونکی ولري.

د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله فارغ شویو محصلینو ته په خطاب کې وویل: ستاسو د دې هېواد راتلونکي یاست. په دې اکتفا مه کوئ چې له پوهنتون څخه فارغ شوی، افغانستان په بېلابېلو برخو کې مسلکي او تخصصي کدرونو ته اړتیا لري. تاسو خپلې زده کړې نورې هم زیاتې کړئ. تاسو ته کارموندنه او د خدمت د زمینې برابرول د حکومت دنده ده؛ خو دا ستاسو مسولیت هم دی، چې د هېواد او خلکو لپاره کار وکړئ.

اجرائيه رئيس زیاته کړه، هیڅوک په هېواد کې عقل کل نه دی، یو سړی د هېواد ستونزې نشي حل کولای، موږ او تاسو ټول باید له یو بل زده کړه وکړو، تجارب شریک کړو او په ګډه هېواد له ستونزو را وباسو.

اجرائيه رئيس وویل، نن هغه ورځ ده، چې افغان جهاد په کې بریا ته رسېدلی او له هېواده یې سره یرغلګر ځواکونه ایستلي، مجاهدین بریا ته ورسېدل؛ خو نن زموږ پر وړاندې یو بل ازمېښت هم پروت دی، هغه د علم لاسته راوړل او د جهالت له منځه وړل دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله پر حکومت منتقدینو ته په وینا کې وویل، چې د ناسمو او عقدوي نیوکو پر ځای دې خپلې طرحې له حکومت سره شریکې کړي. هغه وویل: که چېرې ستاسو نیوکې د اصلاح لپاره وي، د یوه داسې مشکل د حل لپاره وي چې حکومت په کې پړ وي، موږ مو درنښت کوو او قدر مو زیاتېږي له موږ سره. دا خپل مسوولیت ګڼو چې تر وسې او توان د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړو.

هغه د وضعیت په تشریح کولو سره وویل، چې دمګړۍ افغانستان له سختو شرایطو سره مخ دی، ترهګر په افغانستان کې بریدونه کوي او خلک وژني؛ دا د ټولو مسوولیت دی چې لاسونه سره یو ځای او په خپل یووالي سره دا دسیسې شنډې کړو.

په پای کې د هېواد اجرائيه رئيس یوشمېر له پوهنتون فارغ شویو ځوانانو ته بري لیکونه هم ورکړل. په شرعیاتو، حقوقو، انجینرۍ، اقتصاد او ژورنالېزم څخه په لسګونه ځوانانو او د هغوی د کورنیو سلګونه غړو په دې پروګرام کې برخه اخیستې وه.