کور / راپور / هرات ولايت د ځمکنيو ماينونو له شتون څخه پاک اعلان سو

هرات ولايت د ځمکنيو ماينونو له شتون څخه پاک اعلان سو

په افغانستان کې د ماین پاکۍ اداره هالو ټرسټ وايي، د هرات ولایت یې له ځمکنيو ماینونو پاک کړ.

هرات له دې پلوه تر ټولو خونړی ولایت بلل کېده.

د هالو ټرسټ ویاند پال مککان د پنجشنبې په ورځ (فبروري۸) وویل چي له ماينونو څخه ئې د هرات ولايت پر پاکولو لس کاله کار وکړ او ۴۰۰ میلیونه مربع متره ئې له ځمکنيو ماينونو  او ناچاودیدلي توکیو پاکې کړي.

نوموړي وویل چې په تېرو دریو لسیزو کي ئې د افغانستان ۸۰ سلنه ځمکه د ځمکنیو ماینونو څخه پاکه کړې ده، خو لا هم ځينې داسې سیمې سته چي د امنیتي ستونزو له امله پکي د ماین پاکۍ اداره کار نه سي کولای.

د ښاغلي مککان په وینا اوس په هرات ولايت کي  له ماینونو څخه په پاکه ساحه کي ۶۰۰۰۰ خلک اوسیږي چي ډېری  ئې نوي راستانه سوي کډوال دي.

د برتانیا د مرستو رسوني  اداره وايي،په هرات کي ځمکنيو ماينونو تر ۲۰۰۸ کال پوري په اوسط ډول هر کال ۱۲۵ تنه وژل.

هالو ټرسټ وايي ، په افغانستان کي د جګړې له کبله د ماین پاکۍ چاري ټکنۍ او ځنډنۍ دي. اورپکې ډلې ډېر ماینونه ښخوي.

د هالو ټرسټ دا اعلان پر داسي وخت کېږي چي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استاځولۍ یوناما وايي په ۲۰۱۷ کال کي د جګړو له کبله څه باندې ۱۰۰۰۰ ولسي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده او په دې کي ۱۸ سلنه د ځمکنيو ماينونو له کبله ده.

په افغانستان کې ډېر شمېر ځمکني ماینونه د شوروي ځواکونو له وخته پاتې دي، چي هغوی د افغان مجاهدینو سره په جګړه کي ښخ کړي وه.