کور / راپور / د کندهار مرستيال والي: د کانکور په شکل د دولتي بستونو لپاره ازمويني اخيستل يوه بريالۍ پروسه ده

د کندهار مرستيال والي: د کانکور په شکل د دولتي بستونو لپاره ازمويني اخيستل يوه بريالۍ پروسه ده

يادي څرګندونې د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب د جمعې په ورځ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسون د کمېشنر بريالي هلمند او يو شمېر مدني فعالانو سره د يوې ليدنې پر مهال وکړې.

مرستيال والي عبدالحنان منيب د يادي ليدنې پر مهال وويل چي د کانکور په شکل د دولتي بستونو لپاره ازمينې اخيستل يوه بريالۍ پروسه ده او له مخې به وړ کسان دولتي دندو لار پيدا کړي.

ښاغلي منيب وويل، په دې سره به له يوې خوا وړ کسانو د کار زمینه برابره سي له بلې خوا به دولتي ادارې لا هم فعاله او خلګو ته به پر وخت خدمات وړاندي سي.

وروسته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسون کمېشنر بريالي هلمند په خپلو خبرو کي وويل چي حکومت له دې امله د کانکور په شکل د ازموينو لړۍ پيل کړه، ترڅو په مقرريو کي د واسطو مخه ونيول سي او وړ کسان په دندو وګمارل سي.

ښاغلي هلمند وویل، ازموينه به ډېره شفافه وي او وړ کسان به دندو لار پيدا کړي.

په غونډه د ولایتي شورا وکيل سيداحمد سېلاب او يو شمېر مدني فعالانو هم خبری وکړې او د يادي پروسې پيل د ځوانانو لپاره ښه زیری وباله.

هغوی همدراز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسون وستایه چي په مقرريو کي يې شفافیت رامنځته کړی او وړ کسان په دندو ګماري.

تر يادي غونډي وروسته مرستيال والي عبدالحنان منیب او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسون کمېشنر بريالي هلمند کندهار پوهنتون ته ولاړل او هلته يې د کاندایدانو د بایمټريک پروسې څخه لیدنه وکړه.