کور / راپور / په کراچۍ کي یو بل پښتون ځوان لومړی لادرکه سوی او بيا وژل سوی دی.

په کراچۍ کي یو بل پښتون ځوان لومړی لادرکه سوی او بيا وژل سوی دی.

 څلور دېرش کلن موسی خان درې ورځې وړاندې په شخصي جامو کې له خپل کوره د پاکستان امنیتي کسانو له خپل ورور عیسی خان سره یوځای له کوره بېولی وو. وروسته وژل سوی او د پولیسو پوستې ته څېرمه ئې مړی غورځول سوی دی، د عيسی خان پر بدن د ربړوني نښي نښانې ليدل کېږي.

په همدې موخه په کراچۍ کي پښتنو د يادي پيښي پر ضد لاريون کړی دی . اعتراض کوونکو پښتنو غوښتنه کړې چي د موسی خان د ناقانونه وژنې په اړه دې پلټنه وسي او د هغه ورور عیسی خان دې ژر تر ژره راخوشي سي.

پښتنو لاريون کونکو ګواښ کړی که ئې غوښتني په څلورویشتو ساعتونو کي ونه منل سي، نو لویه لار به د تګ راتګ پر وړاندې وتړي.

دا په کراچۍ کې د پښتون وژنې لومړۍ پېښه نه ده، وړاندي هم د پاکستان په کراچۍ کي د نقیب مسید د پوليسو لخوا لومړی د ځان سره بېولی او وروسته ئې په ډزو وواژه. د نقيب مسيد وژني په غبرګون کي ګنو پښتنو د پاکستان پر خلاف په اسلام اباد کې خپل غږ اوچت کړ.

داسلام اباد د پښتنو د احتجاجي ناستي ملاتړ افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چارواکو هم وکړ.