کور / راپور / بي ۵۲ ډوله الوتکي په بدخشان کي د طالبانو مرکزونه په نښه کړي دي

بي ۵۲ ډوله الوتکي په بدخشان کي د طالبانو مرکزونه په نښه کړي دي

امریکایي ځواکونو دافغانستان په بدخشان ولایت کي یو ځل بیا د طالبانو پر سنګرونو  د بي ۵۲ ډوله الوتکي په مټ بمباري کړې ده او د امريکايي چارواکو په وينا ئې لږ تر لږه ۴۰ طالبان په يادو بريدونو کي وژلي دي.

دا بريدونه په بدخشان کي د چين پولي ته څېرمه د طالبانو پر مرکزونو سوي دي.

تیره اوونۍ هم امریکایي ځواکونو په  بدخشان کي  دطالبانو او دختیځ ترکستان اسلامي تحریک نومي ډلي پر مرکزونو بمبار وکړ چې ګڼ شمیر اورپکي پکي ووژل سول.

د راپورونو له مخي د امریکایي ځواکونو په تازه بمبارۍ کې دطالبانو ګڼ شمیر روزنیز مرکزونه هم وران سوي دي او طالب وسلوالو ته ئې د سر درانه زيانونه اړولي دي.

په افغانستان کي د ۱۷ کالونو ځنډ وروسته B52  ډوله جنګي الوتکي بيا تازه عمليات په داسي وخت کي پيل کړي دي چي افغان حکومت او امريکايي ځواکونه غواړي پر طالبانو د جنګ له لوري فشار زيات کړي او هغوی وځپي.

طالبانو تازه په تازه په يوه پرانستي ليک کي له امریکایانو غوښتي وو چي خبرو اترو ته ورسره کښېني ، خو په غبرګون کي ئې ناټو ځواکونو د طالبانو دا غوښتنه رد کړه.

تیره اوونۍ دامریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن په یوې اعلامیه کي وویل، چې افغانستان کي د هیڅ یوې ترهګرې ډلې لپاره دپټیدو ځای نسته او ترهګر چي دافغانستان په هر ګوټ کي پټیږي دناټو په مشرۍ ځواکونه به یې په نښه کوي.