کور / د ډيورنډ کرښه / په سوات کي د پاکستاني پوځ پرضد احتجاج وسو

په سوات کي د پاکستاني پوځ پرضد احتجاج وسو

د پښتونخوا د سوات په خوازه خېله او مینګوره کي د پاکستاني امنيتي پوستو پرضد ولسي خلکو احتجاج کړی او د دغو پوستو د له منځه وړلو غوښتنه ئې کړې ده.

دغه پوستې چي د پاکستاني پوځ لخوا جوړی سوي دي د پښتنو د ځوروني په مرکزونو بدلي سوي دي.

د پاکستاني پوځ د ستم او ځوروني پر ضد د پښتونخوا پښتنو لاريون وکړ او د يادو پوستو د له منځه وړلو غوښتنه ئې کول.

د احتجاج کونکو په قول له تېرو لسو کلونو راهیسې د پاکستان امنيتي ارګانونه نه یوازې پر پوستو بلکې د کورونو پر تالاشیو کې هم پښتانه ځوروي او دغه حالت نور د زغملو نه دی.

د پښتونخوا اوسېدونکي وايي، له دوی سره په دې پوستو کي داسې تر وسلوالو هم بدتر چلند کېږي.

آن له دوی څخه په دغه پوستو کي “جامې ایستل کېږي او له نارینه و سره سره ښځې هم د تالاښۍ په پلمه ځورول کېږي”.

د لاريون کونکو يو ګډونوال او سياسي فعال غیرت یوسفزی وايي، که څه هم د سوات پښتانه له ډېره وخته د پاکستاني امنيتي ځواکونو له چلند څخه ناراضه وو، خو په دې وروستیو کي  دوو پېښو دغه خواشيني نوره هم وپاروله.

نوموړی وايي”لومړۍ پېښه لس ورځې وړاندې د بانډۍ پر پوستې د یوه ماشوم مړینه وه، چي روغتون ته پر لاره يې د تالاښۍ لپاره درولی و، چې هملته يې ژوند له لاسه ورکړ. دوهمه پېښه په کبل پوستې  کي د یوې مېرمنې وه، چې تالاښۍ ته په ولاړ موټر کي ئې ماشوم وزېږاوه”.

د لطیف پښتونزي په نامه یو بل فعال وايي، د دوی نننی احتجاج د کوم سیاسي ګوند تر بېرغ لاندې نه وو، بلکې د سوات ځوانان د پاکستانيو امنيتي ځواکونو د ځورونو او ستم پر ضد راپورته سوي وو.

په دې لاريون کي د بېلابېلو ګوندونو غړي مل وه.