کور / راپور / په ډنډ ولسوالۍ کي د ۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت درې پرمختيايي پروژې پيل سوې

په ډنډ ولسوالۍ کي د ۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت درې پرمختيايي پروژې پيل سوې

د سه شنبې په ورځ د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب د يو شمېر سکتوري ادارو د رئيسانو په ملتيا ډنډ ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې د ۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت درې پرمختيايي پروژې پرانيستلې.

مرستيال والي لومړی د ډنډ ولسوالۍ د حاجي بابا زیارت څخه تر منصور غونډۍ پوري د ۶،۵ کيلومتره سړک د اسفالټ پروژه د پټۍ په پرېکولو سره پرانیستل.

د ياد سړک پر جوړېدو ۴۱ ميليونه او ۹ سوه زره افغانۍ مالي لګښت راځي چي د کليو د بیارغونې او پراختيا وزرات له لوري ورکول کېږي او د جوړېدو چاري به يې د نهو مياشتو په موده کي بشپړي سي.

وروسته مرستيال والي عبدالحنان منیب د يادي ولسوالۍ د ترنک رود د ۵۰۰ متره استنادي ديوال پروژه پرانيستل. پر ياده پروژه ديارلس ميليونه افغانۍ مالي لګښت راځي او د ارغنداب رود د دريايي  فرعي حوزې له لوري پلي کيږي.

د يادي پروژې تر پرانيستلو وروسته مرستیال والي په ډنډ ولسوالۍ کي د شپږ ميليونه افغانيو په ارزښت د لسو ښوونځيو د ترمیم پروژه پرانيستل.

ياده پروژه د پوهني رياست په همکارۍ د امريکايي ځواکونو په مالي مرسته پلې کېږي او پر مهال به يې لس ښوونځۍ چي اوس په خراب حالت کي قرار لري، ترمیم او ټول ضرورتونه به يې پوره سي.

د يادو پروژو تر پرانيستلو وروسته مرستيال والي عبدالحنان منيب د رسنيو سره په خبرو کي وويل چي ولایتي اداره په ولسواليو کي د متوازن انکشاف رامنځته کولو ته ژمنه ده او هڅه کوي، ترڅو په ټولو ولسواليو کي پرمختيايي پروژې عملي کړي.

ښاغلي منيب پر خلګو ږغ وکړ چي د خپل حکومت ملاتړ او د افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري وکړي.

بايد وويل سي چي څه موده وړاندي هم د کليو د بیا رغونې او پراختيا وزارت له لوري د ۲۱ ميليونه افغانۍ په ارزښت د استنادي ديوال يوه بله پروژه هم پرانیستل سول چي اوس يې د جوړېدو چاري رواني دي.