کور / د ډيورنډ کرښه / په قبايلي سیمه باجوړ ايجسنۍ کي په لسګونو خلګو د زده کوونکي احمدشاه د وژني پرضد احتجاجي لاريون کړی دی.

په قبايلي سیمه باجوړ ايجسنۍ کي په لسګونو خلګو د زده کوونکي احمدشاه د وژني پرضد احتجاجي لاريون کړی دی.

د باجوړ اوسېدونکی ۳۰ کلن احمدشاه چي د کراچۍ په پوهنتون کي ئې زدکړي کولې، د تېري شنبې په ورځ ئې مړی د کراچۍ په ګلشن اقبال سکاؤټ کالونۍ کي ترلاسه سو.

په باجوړ کي لاريون کونکو د احمدشاه د وژونکو د نيولو او هغوی ته ئې د اعدام د سزا غوښتنه کول.

 دا لاريون د باجوړ په مرکز خار کي راپيل سو، لاريون کونکو ته د قبايلي مشرانو شېخ جهانزاده، اورنګزېب انقلابي، ګل ظفر،نورخان دراني او اکبر جان ترڅنګ نورو پښتنو څېرو هم وېناوي وکړې او د سيمي  د خلکو لپاره ئې د حق غوښتلو غوښتنه کول.

د ګډونوالو په وينا په کراچۍ، لاهور او د پنجاپ په نورو ساحو کي پښتانه وژل کيږي او د پاکستاني ځواکونو له خوا د زور زياتيو سره مخ دي.

دا په لره پښتونخوا کي د لاريونونو دلړۍ وروستی لاريون دی.

د څېړونکو له نظره په دې وروستيو کي په لره پښتونخوا کي د پښتنو وروستي لاريونونه د پاکستان د حکومت پر وړاندي د يو ملي پاڅون اشارې ورکوي.