کور / راپور / د اروزګان نوی والي: د قانون حاکمیت، تطبیق، د حکومتولۍ په ټولو چارو کې سمون او پکې ولسي ګډون مې لومړیتوبونه دي. 

د اروزګان نوی والي: د قانون حاکمیت، تطبیق، د حکومتولۍ په ټولو چارو کې سمون او پکې ولسي ګډون مې لومړیتوبونه دي. 

دا څرګندونې د ارزګان نوي والي ښاغلي محمد شفیق اسدالله سعید نن په ارزګان کې د نوموړي د معرفت په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې په خپله لومړنۍ وینا کې وکړې او زیاته یې کړه، چې په خپل ټول قوت او توان سره به په دې ولایت کې د قانون حاکمیت او تطبیق، دغه راز د امنیت، ښې حکومتولۍ او په پرمختیایې چارو کې ولسي مشورو او د خلکو ګډون ته خاصه پاملرنه وکړي.

دغه غونډه چې د ښاغلي سعید د ښه راغلاست او معرفت په موخه جوړه شوې وه، پکې د ولایت مرستیال عبدالواحد پټان، د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ادارې تشکیلاتو رییس، په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی ښاغلی عبیدالله بارکزی، سناتور محمد حنیف حنیفي، د ولایتي شورا غړو، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رییس، د ملي اردو څلورمي پلي لیوا منسوبینو، د حکومتي ادارو مسولینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، سولي د شورا غړو، ځوانانو او د رسنیو استازو ګډون درلود.

یادو کسانو د خپلو خبرو په دوام د پخواني والي ښاغلي محمد نذیر خروټی د خدمتونو ستاینه وکړه او نوي والي ښاغلي سعید ته یې د ارزګان د امنیت، حکومتولۍ او انکشاف په برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړ.

په پای کې د ارزګان ولایت لپاره نوي ګمارل شوي والي محمد شفیق اسدالله سعید د ولسونو د مینې او تود هرکلي څخه په مننې د پخواني والي خدمات او ترسره شوي کارونه د قدر وړ وګڼل او زیاته یې کړه چې په خپل ټول توان سره به د ارزګان د امنیت، هر اړخیزه پرمختګ او ښې حکومتولۍ لپاره د میشتو ولسونو په همکارۍ شپه او ورځ په جدیت سره کار وکړي.

ښاغلي سعید همدارنګه د بیان ازادۍ ته د ژمنتیا په څرګندولو سره زیاته کړه چې حقایق باید هېڅ پټ نشي او هر هغه څه چې د نافذه قوانینو خلاف وي پر وړاندې به یې د قانون سره سم اقدام کړو.

د ارزګان والي ښاغلي سعید وویل، چې د روانې تپل شوې ناروا جګړې حل ټوپک نه بلکې ثبات دی او د ثبات په راوستو کې له دولت سره د ولسونو همکاري او ګډ کار کول ډېر زیات اړین دي.

ښاغلي سعید د خپلو خبرو په پای کې ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د ولایت مقام دروازه به د ټولو پر مخ خلاصه وي او د ولسونو په مشوره به د امنیت، هر اړخیزه پرمختګ او حکومتولۍ په برخو کې د یو منظم پلان له مخي وړاندي ځي، ترڅو یې تطبیق او عملي کړي