کور / راپور / د افغان مناظره ادارې اړوند پکتیا فرصت مرکز له څه کم ۱۰۰۰ تنه نارینه او ښځینه زده کوونکو څخه د ازمايښتي کانکور ازموینه واخیسته

د افغان مناظره ادارې اړوند پکتیا فرصت مرکز له څه کم ۱۰۰۰ تنه نارینه او ښځینه زده کوونکو څخه د ازمايښتي کانکور ازموینه واخیسته

د روان لمریز کال د کب (حوت) میاشتې په ۳ مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ؛ د افغان مناظره ادارې اړوند پکتیا فرصت مرکز په پکتیا کې له ۹۶۰ تنه نارینه او ښځينه زده کوونکو څخه د ازمایښتي کانکور ازموینه واخیسته. دغه ازموینه د نارینه و لپاره د عبدالحی ګردیزي عالي لېسې په انګړ او د ښځينه و لپاره د پکتیا فرصت مرکز په انګړ کې برابره شوې وه. په ازموینه کې د مرکز ګردېز سربېره له لرې پرتو سیمو او ولسوالیو څخه هم زده کوونکو ګډون کړی و.

د ازموینې مراسم د یو تن ګډونوال قاري محمد فهیم لخوا د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول او ورپسې د پکتیا فرصت مرکز مرستیال معروف افغان ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې د عبدالحی ګردیزي عالي لېسې له ادارې، د پوهنې ریاست له مشرتابه او کارکوونکو، له همکاره مدني ټولنو او امنیتي ارګانونو د افغان مناظره ادارې په استازیتوب مننه وکړه او په خپلو خبرو کې يې د پکتیا فرصت مرکز په خدمتونو او راتلونکو پلانونو رڼا واچوله. نوموړي وویل چې دغه ازموینه د ټولو ګډونوالو لپاره په بشپړه توګه وړیا ده او ترڅنګ يې د پکتیا فرصت مرکز ټول خدمتونه هم وړیا دي چې مالي لګښت یې د همدې مرکز، کونړ فرصت مرکز او افغان مناظره ادارې بنسټګر شوکت زماني لخوا ورکول کېږي. ده وویل چې شوکت زماني د کونړ اوسېدونکی دی چې دا مهال په نوي زیلاند هېواد کې استوګن دی او غواړي له افغان ځوانانو سره د تعلیم په برخه کې نه هېرېدونکې همکارۍ وکړي. معروف د شوکت زماني د فکري لیدلوري په تشریح کولو سره وویل چې نوموړی پدې باور دی چې یوازې افغانان کولی شي ترڅو د تعلیم له لارې په افغانستان کې هوساینه او پرمختیا رامنځته کړي. ده زیاته کړه چې د افغان مناظره له سترو موخو یوه یې دا ده چې د یوویشتمې پېړۍ پرمختللي افغانستان د رامنځته کولو لپاره کار وکړي او د افغانانو لپاره د ژوند په هره برخه کې پرمختګ رامنځته کړي.

له وینا وروسته د ازموینې صحنه جوړه کړل شوه، چې شاوخوا دوه نیم ساعته دوام یې وکړ او په ژوندۍ بڼه د افغان ډبیټ فیسبوک ګروپ لخوا یې هم یوه برخه خپره کړی شوه چې په زرګونو تنو فیسبوکوالو ولیدله او دغه کړنه یې وستایله. د دې ترڅنګ د ماسپښین لخوا د پکتیا فرصت مرکز په انګړ کې د ۶۰ تنه ښځينه ګډونوالو لپاره هم د کانکور ازموینې صحنه جوړه کړی شوه چې شاوخوا دوه ساعته دوام یې وکړ. د دغه ازموینې په تدویر کې د پکتیا فرصت مرکز له خپلو همکارانو، خواخوږو او همکاره مدني ټولنو له غړو څخه ځانګړې مننه کوي او کورودانی ورته وايي. د یادونې ده چې دا په پکتیا کې لومړنی ازمايښتي کانکور دی چې په دومره لوړه کچه ګډونوالو پکې برخه اخیستې وه.