کور / راپور / په نیمروز ولایت کې د افغانستان موی تای ملي فدراسیون له لوري په بېلا بېلو برخو کې نمایشي لوبې نندارې ته وړاندې شوې

په نیمروز ولایت کې د افغانستان موی تای ملي فدراسیون له لوري په بېلا بېلو برخو کې نمایشي لوبې نندارې ته وړاندې شوې

په نیمروز ولایت کې د افغانستان موی تای ملي فدراسیون له لوري په بېلا بېلو برخو کې د پراخه مراسمو په موجدیت نمایشي لوبې نندارې ته وړاندې شوې، چې په نندارچیانو کې یې د نیمروز مرستیال والي سردار محمد همدرد، د ولسمشر سلاکار نجیب الله ناصري، د ولایتي شورا وکیل مسعود حکیمي، په نیمروز کې د ملي فدراسیون نماینده عبدالجبار قهرمان پرور، د یو شمېر دولتي ادارو مسوولین، سلګونه ځوانان او د نیمروز د بېلا بېلو برخو لوبغاړي موجود وو.

په دغه مراسمو کې مرستیال او سرپرست والي د لوبغاړو د ستاینې په تړاو و ویل، چې د لوبغاړو په برکت د افغانستان ملي بیرغ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ورپېده او دا د افغانستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده، چې د کرېکټ، فوټبال، تکوانډو، پهلواني او د نورو برخو په کافي پرمختګ سره په نړۍ کې د افغانستان نوم لوړ شوی دی.

د ښاغلي همدرد په وینا، چې د لوبو په ډګر کې لوبغاړو په لږو امکاناتو سره زیاتې لاسته راوړنې لرلې دي. هغه و ویل، چې نیمروز دا مهال د استعداد وړ لوبغاړي لري، چې ډېره تمه ترې کیږي؛ خو زیاته یې کړه، چې د امکاناتو په برابرولو کې به د نیمروز ولایتي اداره په بشپړ ډول ورسره همکاري کوي او لوبغاړي به تشویقوي، څو غوره لاسته راوړنې ولري.

د ولسمشر سلاکار نجیب الله ناصري د لوبغاړو استعدادونه وستایل او په وینا یې، چې د مالي امکاناتو له ستونزې سره سره یې له بهر څخه مډالونه راوړي دي. نوموړي د لوبو په ډګر کې لوبغاړو ته د غوره لاسته راوړنو او بریالیتوب هیله وکړه.

په نیمروز کې د ملي فدراسیون نماینده عبدالجبار قهرمان پرور د لوبغاړو پر فعالیتونو خبرې وکړې او ویې ویل، چې یادو لوبغاړو په افغانستان د ننه او بهر زیاتې لوبې ګټلې دي او مډالونه یې ترلاسه کړي دي.

د دغو نمایشي لوبو په پای کې د افغانستان موی تای ملي فدراسیون له لوري مرستیال او سرپرست والي او یو شمېر نورو فعالو کسانو ته ستاینلکونه ورکړل شول او لوبغاړي په کمر بندونو او جامونو تقدیر کړای شول.