کور / تازه خبرونه / لوی فکر

لوی فکر

لیکوال: محی الدین دلیل

په کراتو، کراتو به مو اورېدلي وي. ولله که یې زما پلار هم وکړي، دا زمونږ د وسې کار ندی!، هغوی له پشتونو او نیکونو همداسې ول، مونږ هېڅکله هم، د هغوی ځای ته نشو رسېدلای! ، بچیه! مه کوه، و ګوره چرګې د زرکې پېښې کړې خپلې ېې هېرې کړې.آیا دا ډول خبرې ریښتونې دي؟ آیا مونږ بې اختیاره او بې واکه یو؟ آیا نشو کولای بدلون او تغییر راولو؟ نه هېڅکله هم داسې نده، انسان د خپل فکر او سوچ تولید دی. هغه چې لوی انګېري، لویې موخې لري، لویو پروازونو ته لېواله وي، وزرې پیدا کوي او الوځي، هغوی چې د الوت خیال نه لري، تل به په ځمکه ناست وي او هېڅکله به هم وزرې پیدا نکړي.نو اړینه ده د لویو بریاو او موخو ترلاسه کولو لپاره، لوی و انګېرو. د لوی فکر کولو مانا داده چې د فکري ديوالونو، محدودیتونو او منفي حسونو څخه ووځو، د موخو د لاسته راوړلو لپاره مثبت، روڼ انده، او هوډمن فکر وکړو. د (تل لپاره لوی فکر وکړئ)، کتاب لیکوال، توماس ډیونینګ وایي؛ لوی فکر دادی چې د قناعت له داېرې څخه مو ووځئ، او د نوو شیانو په لټه کې شئ. همدارنګه ریچارډ نیوټن، چې (د لوی فکر لپاره کوچني کتاب) لیکوال دی، د لوی فکر په اړه وایي؛ لوی فکر یانې دا چې له خپل عادي حالت څخه، یو څه وړاندې لاړ شئ. له خپل عادي حالت څخه وړاندې تلل، پدې مفهوم دې چې یو څه نوي ووینئ ، د نوي شي لیدل مو هڅوي، ترڅو نور وړاندې لاړ شئ، چې پدې سره نوی چاپیریال تجربه کېږي او فکر مو لوېږي.د لوی فکر کولو لپاره لاندې ټکي په نظر کې ولرئ.

۱) پرځان باور او ډاډ:

د لوی فکر کولو لومړی شرط دادی چې په خپل ځان باور او ډاډ ولرو. پرځان باور لرونکی ، له خپلو وړتیاوو او نیمګړتیاوو څخه په پوره ډول خبر وي، دهمغې له مخې یې ځان منلی وي، او د کارونو په ترسره کولو کې، د هوډ او عمل د خپلواکۍ درلرونکی وي.پر ځان باور، انسان ته د لوی فکر کولو زمینه برابروي، لوی یې روزي او د ناشونتیا کلیمه یې له ذهن څخه لرې کوي.ډېوېد جوزېف سچوارټز وایي؛ زمونږ په ذهن کې، د کامیاب او ناکام په نوم دوه تنه شتون لري، کله چې هوډ نیسو او وایو چې، دا کار شونی دی، نو کامیاب تن په کار پېل کوي. د هغه کار د کولو لپاره مثبت دلایل جوړوي، بالاخره په یاد کار کې بریا ته رسېږو ولې برعکس، کله چې تصمیم نیسو، دا چې دې موخې ته رسېدل ناشوني دي، نو ناکام تن په کار شروع کوي، د نوموړي کار د کولو لپاره منفي دلایل برابروي، او په پای کې یې ناکاموي.نو د لوی فکر کولو لپاره اړینه ده په ځان باور او اعتماد ولرو.

۲) خیالي او ذهني دېوالونه ونړوئ:

خیالي او ذهني دیوالونه ړنګول هم هغه څه دي چې، مونږ ته د لوی فکر کولو چانس راکوي. پدې برخه کې یوه په زړه پورې تجربه، چې د پوهنتون د محصلانو لخوا ترسره شوې وه درسره شریکه کوم. یوځل د روان پېژندنې د برخې محصلانو، د ښیښې څخه یو مستطیل ډوله لوښی جوړ کړ، هلته یې یو کوچنی، او بل لوی کب واچوه، څه موده ورسته یې د لوښی په منځ کې یوه بله ښیښه، د دیوال په څېر کېښوده او دواړه کبان یې سره بېل کړل، لوی کب به هڅه کوله چې، د کوچني کب خواته لاړ شي، ولې کله به چې د ښیښه یي دیوال سره ولګېد، نو بېرته به شاته لاړ، دغه عمل څو ځله تکرار شو، لوی کب و انګېرله چې نور نشي کولای د کوچني کب خوا ته ورشي، د وخت په تېرېدو محصلانو جوړ شوی دېوال لرې کړ، وېې لیدل کله به چې لوی کب د هماغه دیوال ځای ته ورسېده، نو بېرته به تاو شو او ذهن یې منلې وه چې له دې ځایه نشي تېرېدلای.په همدې ډول انسانانو هم، د ځان لپاره دغه ډول خیالي دیوالونه درولي ، فکر کوي چې ځانګړو موخو ته رسېدل ورته ناشوني دي. نو لویو موخو ته د رسېدو لپاره باید! لوی فکر ولرو ، دغه خیالي او ذهني دیوالونه وران کړل شي.

۳) دقیقې موخې وټاکئ:

د لوی فکر کولو مانا دا نده چې خیالي او ناشونې موخې وټاکل شي، د لوی فکر د اساساتو څخه یې یو داده چې دقیقي موخې وټاکل شي، د موخې په ټاکلو کې د سمارټ له قاعدې څخه ګټه واخلئ، د سمارټ قاعده د انګلیسي ژبې د (سپېسيفېک)، (میژرېبل)، ( اټېنېبل )، (رییالیسټېک) او ( ټایم بونډ) څخه اخیستل شوی.پدې مانا چې موخه مو باید ښکاره، معلومه، د اندازې او لاسته راوړلو وړ، ریښتینې، او د ځانګړي وخت لرونکي وي.که چېرې دغه پنځه صفتونه پکې نه وي، نو موخه مو دقیقه نده او هر څومره چې لوی و انګېرئ، لاسته راوړنه به یې درته ناممکنه وي.

۴) له ناکامۍ څخه وېره:

د لوی فکر کولو لپاره بل اړین بنسټ له ناکامۍ څخه نه وېرېدل دي. کله چې یو څوک هوډ ولري، ترڅو لویو موخو ته ورسېږي، نو باید استواره قدمونه واخلي او د بریا تر برېده له هر ډول خنډ او ناکامۍ سره مبارزه وکړي. د بریښنایي ګروپ جوړونکی، توماس اډېسن په سلګونو ځله ناکامه شو او بالاخره یې وکولای شو خپلې موخې ته ورسېږي، چې نن یې ثمرې ټوله نړۍ روښانه کړې. نوموړي به ویل؛ زما لپاره منفي پاېلې دومره اړینې او مهمې دي، لکه څومره چې راته مثبتې پایلې اړینې دي، دا ځکه چې هره ناکامي او منفي نکته مثبتې پایلې ته د رسېدو مزل لنډوي. همدارنګه د چرچل خبره ده چې، کامیابي او بریالیتوب له ناکامۍ څخه بلې ناکامۍ ته تګ دی، پدې ډول چې هېله او شوق مو له لاسه ورنکړئ، مانا یې داده چې، کامیابي د ناکامیو پایله ده. نو د لوی فکر لرونکي ، له ماتې نه وېرېږي او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کوي.

۵) پرله پسې مطالعه او څېړنه:

پرله پسې  مطالعه او څېړنه د لوی فکر او اند لپاره اساسي او بنسټېزه عامل بلل کېږي، ، په ځانګړي ډول، د بریالیو او مبتکرینو خلکو د ژوند څېړل د فکر او اند په لویوالي او تحریک کولو کې رغنده رول لوبوي. نو ددې لپاره چې لوی فکر ولرئ، په خپل ورځني مهال وېش کې لږ تر لږه دوه ساعته مطالعې او لوستنې ته ځای ورکړئ.نوموتی پانګوال (وارن بوفې) د خپلو بریاوو او کامیابیو راز په مطالعه کې نغاړي او له نورو هم هېله لري چې د ښکلي، هوسا او کامیابه ژوند لپاره هر ورځ مطالعه وکړي.همدارنګه بیل ګېټس، چې د نوم سره یې د نړۍ هر وګړئ اشنا دی، د کال نږدې پنځوس کتابه لولي. لیک مو پدې خبره راټولو؛ وړې موخې ټاکل وړې لاسته راوړنې او لویې موخې ټاکل لوې لاسته راوړنې لري.