کور / تازه خبرونه / اجرائیه رئیس د کډوالۍ لپاره د نړيوالي ادارې له عمومي مشر سره پر افغان کډوالو خبري وکړې

اجرائیه رئیس د کډوالۍ لپاره د نړيوالي ادارې له عمومي مشر سره پر افغان کډوالو خبري وکړې

د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د کډوالۍ لپاره د نړیوالي ادارې ای او ایم له عمومي مشر ویلیام لاسی سوینګ سره ولیدل.

په دې لیدنه کي له افغانستان دباندي د افغان کډوالو پر حالت،‌ مشخصاً له اروپايي او همسایه هیوادونو څخه د بیا راستنېدونکو افغانانو پر راتګ او بیا ځآی پر ځای کېدني خبري وسوې.

اجرائیه رئیس وویل، چي د افغان کډوالو بیا راستنېدنه باید د هغوی په خوښه او باعزته وي او د کډوالۍ اړوندي ټولي ادارې د یاد هدف لپاره د افغان حکومت د پلان او فعالیت ملاتړي سي.

هغه زیاته کړه، چي افغان حکومت د بیا راستنېدونکو افغانانو لپاره د هیواد دننه د سرپناه، روغتیا، تعلیم او نورو خدماتو ته د لاسرسي په برخه کي یو تعداد کارونه کړي او لا هم دوام ورکوي.

نوموړي له ای او ایم او نورو ادارو څخه هم وغوښتل، چي بیا راستنېدونکو سره لازمه مرسته وکړي او له کوربه هیوادونو سره کار وړي، څو په زوره افغان کډوال له خپلي خاوري ونه باسي.

د IOM عمومي مشر ویلیام لاسی سوینګ بیا راستنېدونکو او کورنیو بې ځایه سوو ته د پاملرني په برخه کي د افغان حکومت هڅي وستایلې او د خپل دوامدار ملاتړ ډاډ ئې ورکړ.

نوموړي زیاته کړه، چي اداره ئې خپلو همکاریو او فعالیتونو ته ژمنه ده او هیله لري، چي د افغان حکومت د اړوندو وزارتونو سره ګډ کار ته دوام ورکړي.

په دغه لیدنه کي د کورنیو بې ځایه سوو وضعیت ته د رسېدني او له هیواد دباندي د مهاجرو افغانانو لپاره د پاسپورټ او قانوني اسنادو د صدور پر موضوع هم خبري وسوې.