کور / د ډيورنډ کرښه / په اسلام اباد کي د پښتون ژغورني پرلت ته تياری نيول کېږي

په اسلام اباد کي د پښتون ژغورني پرلت ته تياری نيول کېږي

تمه ده په نږدې ورځو کي په اسلام اباد کي د پښتنو يو بل لوی لاريون راپيل سي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي: دا ځل به په اسلام اباد کي د پښتنو پرلت پراخ او ګڼ شموله وي.

د مارچ پر۲۵ نېټه د لري پښتونخوا په پېښور کي يوه ستره غونډه دائرېدونکې ده، د ښاغلي پښتين په خبره دا غونډه د هرکور، کلي او جومات لپاره په اسلام اباد کي د جوړېدونکي پرلت د تياري لپاره يوه بلنه هم ده.

منظور پښتين چي په لره پښتونخوا کي يې د پښتنو د ساتني لپاره مبارزه راپيل کړې دمګړی د پښتونخوا په سيمو کي په ګښت راوتلی او غواړي د پښتنو د ساتني لپاره د خلګو ملاتړ ترلاسه کړي.

ددې غورځنګ سره د مرستي او ملاتړ لپاره په زرګونو ملاامامانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او عامو وګړو ټټر ټکولی او په دې مبارزه کي يې ګډون کړی دی.

د منظور پښتين په خبره په راتلونکي کي د پاکستان په کراچۍ کي هم د لويو غونډو پلانونه لري.