کور / راپور / طالبانو د پخواني جهادي قومندان اسماعيل خان د سولي د وړانديز هرکلی کړی دی

طالبانو د پخواني جهادي قومندان اسماعيل خان د سولي د وړانديز هرکلی کړی دی

طالبانو د پخواني جهادي قومندان او د هرات د پخواني والي اسماعيل خان د سولي هغه وړانديز ستايلی چي ويلي یې وه، طالبان بايد د سولي خبري د جهادي قومندانانو سره وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي د کابل پروسې په غونډه کي افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولي يوه طرحه وړاندي کړه چي په نړيواله کچه وستايل سوه، خو د طالبانو تراوسه د ولسمشر د سولې  طرحي ته غبرګون نه دی ښوولی.

تېره پنجشنبه د هرات پخواني والي اسماعيل خان پر طالبانو د سولي ږغ وکړ او ويې ويل، که طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته نه کښېني نو د جهادي قومندانانو سره دي خبري وکړي.

د طالبانو لخوا په خپره سوې اعلاميه کي ددې وړانديز هرکلی سوی دی او پکي ويل سوي چي طالبان د هر داسي وړانديز هرکلی کوي چي افغانستان ته سوله او ارامي راولي او د هرهغه چا سره به خبري وکړي چي د بهرنيو ځواکونو ملاتړ نه کوي.

د اعلاميې په خبره اوسنيو حالاتو افغانستان نور د ستونزو او کړاوونو خواته روان کړی دی او خپله بهرنيانو هم دا ستونزي درک کړي دي، نو بناء د هرهغه چا سره خبرو ته چمتو دي چي د جګړې د ختمولو او د افغانستان د سواکالۍ هيله ولري.