کور / راپور / اکرم خپلواک: که طالبان سوله ونه کړي د قطر دفتر به يې وتړل سي

اکرم خپلواک: که طالبان سوله ونه کړي د قطر دفتر به يې وتړل سي

د سولي د شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک هيله څرګنده کړې چي را روان کال به په افغانستان کي د سولي کال وي، خو هغه همداراز پر طالبانو د سولي ږغ کړی او ويلي يې دي، طالبان بايد سوله وکړي، که سوله  ونه کړ ي د قطر دفتر به يې وتړل سي.

اکرم خپلواک په داسي وخت کي دا څرګندوني کوي چي نن د سه شنبې په ورځ طالبانو د هرات د پخواني والي اسماعيل خان د سولي وړانديز ته هرکلی ووايه.

د طالبانو لخوا په خپره سوې اعلاميه کي  د اسماعيل خان د سولي د وړانديز هرکلی سوی دی او پکي ويل سوي چي طالبان د هر داسي وړانديز هرکلی کوي چي افغانستان ته سوله او ارامي راولي او د هرهغه چا سره به خبري وکړي چي د بهرنيو ځواکونو ملاتړ نه کوي.

د طالبانو سره د سولي خبري په داسي وخت کي را تازه سوي چي د کابل پروسې په دوهمه غونډه کي افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولي يوه طرحه وړاندي کړه چي په نړيواله کچه وستايل سوه، خو د طالبانو تراوسه د ولسمشر د سولې  طرحي ته غبرګون نه دی ښوولی.

تېره پنجشنبه د هرات پخواني والي اسماعيل خان پر طالبانو د سولي ږغ وکړ او ويې ويل، که طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته نه کښېني نو د جهادي قومندانانو سره دي خبري وکړي.

دطالبانو لخوا په خپره سوې  اعلاميه کي ويل سوي چي اوسنيو حالاتو افغانستان نور د ستونزو او کړاوونو خواته روان کړی دی او خپله بهرنيانو هم دا ستونزي درک کړي دي، نو بناء د هرهغه چا سره خبرو ته چمتو دي چي د جګړې د ختمولو او د افغانستان د سواکالۍ هيله ولري.