کور / راپور / د انتخاباتو په هکله د عامه پوهاوی کمپاين پيلېږي

د انتخاباتو په هکله د عامه پوهاوی کمپاين پيلېږي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون وايي، چي په هيواد کي د پارلماني انتخاباتو لپاره د عامه پوهاوي کمپاين راپيلوي.

د ياد کمېسون يوه غړي سيد حفيظ الله هاشمي وايي، دا کمپاين د رارواني اونۍ د پيل سره را پيلېږي، چي په خبره يې د جوماتونو ملاامامانو ته هم دنده سپارل سوې چي د جمعې په خطبو کي   د ټاکنو پر اهميت وږغېږي او په دې هکله  عامه پوهاوی د خپل پېغام له لاري ټولني ته ورسوي.

د هاشمي په وينا، په دې هکله د علماوو د شورا، د لوړو زده کړو وزارت ، د سولي د عالي شورا، مدني ټولنو او ټولو هغو ارګانونو سره په ټولنه کي اغېز لري خبري او مشورې سوي دي. همدارنګه د الوتکو له لاري پېغام پاڼو شيندل او د ټلفوني اړيکو له لاري د پېغامونو رسول هغه لاري چاري دي چي د انتخاباتو په هکله به په عامه پوهاوي کي ډېره مرسته وکړي.

همدارنګه په جمهوري رياست کي د ياد پروګرام اړوند بحث سوی چي په دې برخه کي له کومو ميکانيزمونو کار واخستل سي.

د شفافو انتخاباتو د څار ډله يا فيفا هم ياد پروګرام اغېزمن بولي او وايي، که څه هم دا پروسه ناوخته پيلېږي خو مثبتي پايلي لرلای سي.