کور / تازه خبرونه / ګلبدین حکمتیار وایی تذکرې واخلی او نوم لیکنه وکړی

ګلبدین حکمتیار وایی تذکرې واخلی او نوم لیکنه وکړی

ګلبدین حکمتیار وایی تذکرې واخلی او نوم لیکنه وکړی

د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار له خلکو غوښتی چې تذکرې واخلی او نوم لیکنه وکړی، خو دا ادعا یې هم کړې چې ځینې داخلی کړۍ او یو شمېر سفارتونه یو ځل بیا د تېر په څېر ټاکنې غواړی.

د حزب اسلامی د مطبوعاتی دفتر له خوا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی چې حکمتیار دغه څرګندونې د کابل د قره باغ ولسوالۍ له یو شمېر قومی مشرانو، علماوو او جهادی قوماندانانو سره د لیدنې پر مهال کړې دی.

سرچینې زیاته کړې، حکمتیار په خپل وخت پر رڼو او عادلانه ټاکنو د ټینګار ترڅنګ وویل، چې په حکومت کې دننه ځینې کړۍ او ځینې سفارتونه د تېر ځل په څېر ټاکنې غواړی.

د حزب اسلامی مشر د کوم سفارت نوم نه دى په ډاګه کړى. د نوموړی په وینا، دغه کړۍ د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهی او غواړی چې دا جګړه دوام پېدا کړی او یو بل جان کری راشی او د ټاکنو برخلیک ورته وټاکی.

هغه دغه راز له خلکو وغوښتل چې ټاکنو ته چمتوالی ونیسی، تذکرې واخلی، نومونه ثبت کړی او له دولته وغواړی چې هره حوزه باید خپل وکیل ولری.