کور / اقتصادي / د غني له اقتصادي برنامو سره د هېواد اوږدمهالی ثبات تړلی دی

د غني له اقتصادي برنامو سره د هېواد اوږدمهالی ثبات تړلی دی

ليکنه: عرفان الله افغان

په وروستیو څلورو لسیزو کې په افغانستان کې یوه لویه ملي او اقتصادي ستونزه دا وه، چې دې هېواد د خپلو محصولاتو د صادرولو او د نورې نړۍ څخه د اړتیا وړ توکو د واردولو لپاره په یو وخت څو ترانزیتي او باندینۍ نړۍ سره نښلوونکې لارې نه درلودې.

د افغانستان ډېره تکیه د پاکستان پر کراچۍ بندر او د روسانو د تیري په کلونو کې پر حیرتانو او ځینو نوروهغو بنادرو وه، چې  د شوروي د جغرافیې سره تړلي ول.

افغانستان چې په سوداګرۍ کې يې ډېره اړتیا يې د هند، چین او اروپا بازارونو ته ده، همدا کراچۍ بندر يې یواځینۍ لاره وه.

زموږ هېواد چې په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز لحاظ د ځان بسیاینې په هڅه کې دی، له بده مرغه د نورو ګڼو ننګونو تر څنګ يې د پاکستان  له لوري د کراچۍ د بندر سیاسي کېدل ستر خنډ بلل کېده.

پاکستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې نه یوازې افغانستان حکومت او پدې هېواد کې د ملکي سوداګرۍ پر وړاندې بلکې د دې لارې څخه د نړیوالو ځواکونو د ځمکنیو اکمالاتو پر وړاندې هم ستونزې جوړې کړي او باج ګیرۍ وکړي.

نړیواله ټولنه هم همدې اړتیاوو ته په کتو د اسامه بن لادن د پټ ساتلو په ګډون هلته د نورو ترهګرو او بنسټ پالو ډلو د تجهیز او پناه په شان  د پاکستان لویو خطاء ګانو پورې  نه ده ګرځیدلې او تل يې د دې  بې لارې هېواد د اصلاح ارامې او سوله ییزې لارې غوره ګڼلې دي.

که ووایو، چې په افغانستان کې ۱۷ کاله د جګړې د دوام او د وسلوالو د غښتلتوب او د هغوی د تجهیزولو یو کلک لامل د پاکستان پر کراچۍ بندر تکیه وه، چې افغان حکومت، امریکا او نړیوالې ټولنې تل ورسره نرم او د ګزارې چلند کړی له حقیقته به لیرې نه وي.

په ۲۰۱۴ ز کال کې د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د ډېرې برخې خارجیدلو، همدارنګه په افغانستان کې ۱۳۹۳ لمریز کال د ټاکنو د پایلو په باب د ولسمشر د مقابل ټیم بې ځایه ستونرو د ایجاد او همدارنګه د پخواني حکومت د چارواکو لخوا په مهندسي شوي بڼه دې حکومت ته د پریمانه ستونزو پرېښودو دا هېواد یو تاریخي بحران لوري ته سوق کړ.

د ولسمشر محمداشرف غني په مشری نوی حکومت د دې پر ځای چې له پیله د خلکو د هوساینې او د هېواد د پرمختګ لپاره مهمې او اساسي زیربنايي او روبنايي پروژې پلان او عملي کړي، د وطن ساتنې د حیاتي سوال او چلینج سره مخامخ شو.

د نوي حکومت په لومړیو دوو کلونو کې چې څومره اقتصادي کمزورۍ، امنیتي ننګونې همدارنګه د ولایتونو د سقوط په باب انديښنې راپیدا شوې، په ډاګه وایو چې دا اني او تصادفي نه وې، بلکې دا یوه داسې خامه سیاسي طرحه وه چې غوښتل يې پر افغانانو د تير حکومت ارمان وکړي.

موږ نه وایو، چې په تېرو کې بریاوې نه وې، پرمختګونه نه ول، د دولتدارۍ لپاره ځینې ګامونه اوچت نه شول، د خلکو په ژوند کې څه نا څه بهتروالۍ رانغی، دا هر څه وو، ولې تر هغو امکاناتو او د نړیوالې ټولنې د مرستو د امبارونو په پرتله  د محاسبې وړ نه بلل کېدل.

ښايي ځنې داسې ووايي، چې نړیوالې ټولنې ولې په پیل کې افغان حکومت ته چې لا يې سیستمونه او د حساب ورکوونې جوړښت کمزوری او په ابتدايي مرحله کې وو،  داسې بې حسابه مرستې ورکړې، یا دا مرستې يې ولې مرحله وارې منظمې نه کړې؟

دا سوال تر ډېره بریده بې ځایه نه دی او پر حقایقو هم مبني دی، خو نړیوالې ټولنې له پیله داسې سیستم رامنځته کړی وو، چې جنګسالاران، خپلسري او هغه خلک چې په وروستیو څلورو لسیزو کې پر جنګي جرمونو تورن دي او خلک ورڅخه کرکه کوي، باید د دوو کلونو په موده کې په بشپړ ډول د حکومت له دایرې ووځي.

که هغه وخت ته پام وکړو، همدا جنګسالاران د نړیوالې ټولنې په فشار څنګ ته شول، خو متاسفانه چارواکو د خپل قدرت د دوام لپاره هغوی بېرته نظام ته داخل کړل، د ټولو اقتصادي سرچینو واک يې وروسپاره او دا مافیا او خپلسري يې د ملت پر ښامارانو بدل کړل.

هغوی چې ملت يې د لیدلو زغم نه لاره، د دې هېواد ټولې اقتصادي او د ګټې وټې سرچینې يې لاسته ولویدې او پدې توګه جنګي تخطي کوونکي د خپلو سرمایو پر مټ په سیاسي ځواک بدل شول.

دې حالاتو شرایط داسې برابر کړل، چې نظامداري باید ووېشل شي، دوه سره ولري او د ملي یووالي حکومت نوم پرې کېښودل شي.

ښاغلي غني په خپل درایت، تعقل، حوصله مندۍ همداسې یو بې بندوباره حالت ته اوږه ورکړه، جنګي او اقتصادي ښاماران يې په یو او بل ډول د حکومت له دایرې خارج کړل.

د ښایسته سالارۍ د اصل د پلي کیدو لپاره يې ځنې مهم قدمونه پورته کړل، افغان امنیتي ځواکونه يې پیاوړي کړل او هوايي ځواک يې د دې وړ کړ، چې دښمن  په هر ځای کې په نښه کړي او ويې ځپي.

تر ټولو ستر کار چې د هېواد ولسمشر ترسره کړ، هغه د یو شمېر اقتصادي برنامو پلي کول، په سیمه ییز کچه د هغې لپاره د اجماع رامنځته کول او په اوږده مهال کې د کراچۍ پر بندر د تکیې ختمیدل ول.

د دې تر څنګ د سلما بند په ګډون د یو شمېر بنسټیزو پروژو پلي کول او د اوبو د مدیریت او مهارولو لپاره د ځینو اساسي طرحو او برنامو  لاس نیول، افغانانو ته دا هیله وروبخښلې، چې انشاالله ډېر ژر به د دې هېواد اوبه د عربو د تیلو او بینزینو ځای نیسي  او افغانانو ته به دا ضایع کیدونکې شتمني په سرو زرو بدلیږي.

ولسمشر خوست او پکتیا ته په خپل وروستي سفر کې سیمه والو ته په ډاګه وویل، چې تر دې وروسته به پاکستان سره داسې سوداګري کوي، چې سیاست به پرې اغېز نه لري.

ده وویل، یو وخت افغان حکومت پاکستان لوري ته د غلام خان لارې د ترانزیټ کیدو وړاندیزونه کول، خو نن دوی همدا غوښتنې د افغان لوري پر وړاندې ږدي.

ده وویل، هغه مهال به پاکستان سره یو شمېر غځیدلې لارې ترانزیټ کوي، چې هغوی يې د نه سیاسي کیدو ضمانت ورکړي.

زموږ له انده ولسمشر د ستونزو او مشکلاتو په ګردابونو کې بیا هم ډېر بریالی وو او تمه ده چې د ده د حکومت په دوام سره به په بشپړ ډول د داخلي ستونزو د ختمیدو په ګډون د افغانستان اقتصادي ځان بسیاینه، د تلپاتې سولې ټېنګښت،  د نظام استحکام او یو ښيرازه او مرفه افغانستان لپاره د افغانانو د پیړیو غوښتنې عملي شي.