کور / اقتصادي / د بامیان د برښنا رسولو د درېي مهمو پروژو تړونونه لاسلیک شول

د بامیان د برښنا رسولو د درېي مهمو پروژو تړونونه لاسلیک شول

“د افغانستان برښنا شرکت” له دریو مختلفو شرکتونو سره بامیانو او مرکزی ولایتونو ته د برښنا رسولو او توزیع د درېو مهمو پروژو تړونونه، چې په مجموعي توګه نږدې اتیا (۸۰) میلیونه امریکایي ډالره ارزښت لري لاسلیک کړل.

بامیانو او مرکزی افغانستان ته د برښنا د رسولو او شبکي د مهمو پرمختیایي پروژو تړونونه د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرئیوي رئیس انجنیر امان الله غالب د ولسمشر اشرف غني، د کابینې وزیرانو، د ملي شورا او بامیانو د ولایتې شورا د غړو او نورو لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د (KEC ، M/S XINJIANG Electric Power Construction Co LTD  او  Shyama Power) د شرکتونو له رئیسانو سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لاسلیک کړل.

لومړۍ قرارداد  د ۳۰۰ میګاواټه په ظرفیت د دوشي له برښناکوټ څخه د  بامیانو تر ښار پورې د ۱۸۰ کیلومترو په اږودوالي، د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا لیږدونکي مزي غځول دي، چې  تړون یې د KEC هندي شرکت  سره لاسلیک شو چی  ۴۳.۸ میلیون امریکایي ډالره ارزښت لري.

دوهم قرارداد  د ۳۲ میګاواټه په ظرفیت د بامیانو ولایت په دشت اژدر سیمه کې، د ۱۱.۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ۲۲۰/۲۰ کیلوولټ برښنا کوټ جوړول دي، چې تړون یې د XINJIANG Electric Power Construction Co. LTD چینایي شرکت  له رئیس سره لاسلیک شو.

دریم قرارداد ، د ۲۴.۱ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د بامیانو ښار لپاره د برښنا د شبکې جوړول دي، چې ۲۰۰۰۰ نوي پیرودونکي د برښنا له شبکې  سره نښلوي او تړون یې د Shyama Power  هندي شرکت  سره لاسلیک شوو.

د پورته دریواړو قراردادونو  لګښت د آسیا پرامختیایي بانک له بلاعوضه مرستو څخه ورکول کیږي او د نوموړو پروژو چارې به د راتلونکو دوو کلونو په لړ د افغانستان بریښنا شرکت تر څارنې لاندې بشپړې او ګټې اخستنې ته چمتو شي.

د افغانستان برښنا شرکت او د آسیا پرمختیایي بانک په ګډه هوډ لري، تر څو د هیواد لرې او نږدې سیمو ته د برښنا انرژۍ چمتو او ورسوي، چې پورته تړونونه د دې شرکت له خوا د برښنا د لیږد او د شبکو د جوړولو یوه بیلګه ده.