کور / راپور / په کابل کي ځانمرګي بريدګر ګڼ ولسي وګړي وژلي دي

په کابل کي ځانمرګي بريدګر ګڼ ولسي وګړي وژلي دي

نن سهار لس بجې د کابل ښار په شپږمه ناحيه کي د پېژنپاڼو د وېش پر يو مرکز ځانمرګی بريد وسو چي پکي لسګونو ولسي وګړو ته يې مرګژوبله واړول.

ځانمرګی بريدګر د مراجعينو په ليکو کي ننوتلی وو او د ګڼي ګوڼي پر مهال يې چاودنه وکړه او زياته مرګژوبله يې واړول.

په وژل سويو او ژوبلو کسانو کي نږدې ټول ولسي وګړي دي او ماشومانو او مېرمنو ته هم زياته مرګژوبله ور اوښتې ده.

طالبانو له دې وړاندي له افغانانو غوښتي وه چي په انتخاباتو کي ګډون ونه کړي، خو ددې بريد مسؤوليت يې نه دی منلی، د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دا بريد دوی نه دی کړی.

وروسته د بريد مسؤوليت داعش وسلوالي ډلي پرغاړه واخيست.

دا په دې وروستيو کي په کابل کي دريم خونړی بريد دی چي ولسي وګړي يې قرباني کېږي، له دې وړاندي هم په کابل کي طالبانو بريد وکړ چي  د چارواکو په خبره ډېری قربانيان يې ملکي وګړي وه. همداراز د نوي کال په لومړۍ ورځ يوه ځانمرګي د نوروز پر لمانځونکو بريد وکړ چي ګڼ ولسي وګړي يې ووژل او د بريد پړه داعش پرغاړه واخيسته.