کور / شعر / د کتاب ورځي په لمانځغونډه کي د جايزو ګټونکي اعلان شول

د کتاب ورځي په لمانځغونډه کي د جايزو ګټونکي اعلان شول

د اپریل ۲۳ مه، د کتاب نړۍ واله ورځ وه. په دې مناسبت په کتاب ښار کې
د جوړ شوي محفل په ترڅ کې د »زري کړکي» د جایزو ګټونکي اعلان شول.
د ۱۳۹۷ کال د زري کړکي جایزې مهتاب ساحل، معصومه غرنۍ، نظیف تکل او عصمت
الله زهیر وګټلې.
–       د مهتاب ساحل کتاب «سورهٔ گیسو» د شعرونو ټولګه ده چې ښځینه احساسات په
کې له سانسور پرته ځلول شوي دي او مینې ته د ځمکني موجود له سترګو ګوري.
–       د معصومه غرنۍ کتاب «باور» د ماشومانو له پاره یوه لنډه کیسه ده چې پر
ځان باور او د ښو کارونو له پاره په مادي امکاناتو تکیه نه کول یې محوري
ټکي دي.
–       د نظیف تکل کتاب «را څڅېدلې چوپتیا» شعري ټولګه ده. روانه ژبه، لنډ
عبارات او نوښتګر انځورونه لري. له غربي شاعرۍ یې رنګ اخیستی خو ځمکه یې
افغاني ده.
–       عصمت الله زهیر « د مینې او حسن معتکف شاعر» کتاب د نازکخیال او نوښتګر
شاعر ملا عطایي د ژوند او هنر ارزونه، د نوي پښتو نقد یوه غوره بېلګه ده.
په نني محفل کې د زري کړکي اکاډیمي د افغان لیکوالو په استازولۍ د
تاجیکستان نوموتې شاعرې عنایت خوجه یوا (فرزانه خجندي) هم وستایله. د
تاجیکستان د سفارت یو دیپلومات د فرزانه خجندي ستایندړه تر لاسه کړه او د
افغانستان له لیکوالو یې مننه وکړه.

نجيب منلی