کور / علمي / د کتاب او کاپي رایټ نړیواله ورځ

د کتاب او کاپي رایټ نړیواله ورځ

ژباړه او راټولونه: شفیق الله یوسفزی

د کتاب ورځ د ملګرو ملتونو د فرهنګي، علمي او روزنیز سازمان (یونسکو) له خوا د نړیوالې ورځې په توګه پيژندل شوی او هر کال د نړۍ څه د پاسه سلو هېوادونو کې د آپریل د میاشتې په ۲۳مه لمانځل کېږي. دا ورځ د روسيي هېواد لخوا د لیکوال د حق څخه د دفاع ورځې په نوم هم نومول شوی.

د کتاب نړيوالې ورځې د لمانځلو وړانديز د لمړي ځل لپاره د هسپانيې هېواد لخوا د یونسکو په ۲۸مه غونډه کې وشوه. د کتاب نړیواله ورځ د آپریل په ۲۳مه ځکه ټاکل شوې چې دا ورځ د ځينو لیکوالانو او د نړۍ د فرهنګي شخصیتونو د زېږېدنې یا مړینې ورځې سره برابره ده. د کتاب نړیواله ورځ د لمړي ځل لپاره د ۱۹۹۵کال د اپریل په ۲۳ ولمانځل شو.

دا ورځ په لومړي ځل له کاتالونیا څخه برتانیې او شمالي ایرلینډ ته ولېږدول شو او د سینټ جورج ورځ بلل کېده، چې په دې ورځ به میئنانو یو بل ته کتابونه سوغاتول.

د کتاب په نړیواله ورځ کتاب چاپوونکي، کتاب پلورونکي او د کتاب مینه وال په ګډه سره کار کوي او خلک د کتاب لوستلو ته هڅوي.

په برتانیا او شمالي ایرلینډ کې په دې ورځ ماشومان کتاب لوستلو ته هڅول کېږي او د دوې د خوښې کتابونه ورته ورکول کېږي. کارپوهان وایي چې په کوچني عمر کې د ماشومانو لخوا د کتابونو لوستل، د دوې مغز ته وده ورکوي. متحده ایالات د ماشومانو د ښې روزنې لپاره ډېرې هلې ځلې کوي، څو له ښوونځي مخکې کم عمره ماشومانو ته د کتاب د مطالعې امکانات برابر کړي.

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې لاهم خلک کتاب نه لولي. بې سوادي، نا امني، بې وزلي او د زده کړو ټيټه کچه یې اصلي لاملونه دي.

باراک اوباما وایي پوهنه د معلوماتو د پېر سکه ( کرنسي) ده.

په امریکا کې د شیکاګو په پوهنتون کې ښوونکی تیموتي نولېس وایي د “انسان د ماغزو په سلو کې ۹۰ وده د صفر نه تر ۵ کلنۍ پورې ده”. خو هغه زیاتوي “موږ په سلو کې ۹۰ پیسې په هغو ماشومانو لګوو چې عمر یې تر پنځه کلنۍ پورته دی”.

د نړۍ د هر قوم د پرمختګ تر شا د همدې قوم پوهان او لیکوالان لوی لاس لري او همدا لیکوالان او پوهان دي، چې د خپل قوم او ولس د پوهولو لپاره کتابونه لیکي او د کتاب له لارې فکري، ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي بدلونونه رامنځته کوي.

کتاب د پرمختللې، علمي او ټکنالوژیکي نړۍ دوازه ده. علم او پوهه د کتابت پواسطه تر دې ځایه رسیدلې ده.

آسماني کتابونه او د پيغمبرانو لارښوونې د کتابونو پواسطه تر مونږ انتقال شوي او همدارنګه د ټولو فکري او کلتوري میراثونو انتقال، له یوه نسل څخه بل نسل ته د کتاب په بڼه صورت نیسي.

که په دې ښکلې ژوند کې له کتاب سره ملګرتیا ونه کړو، نو بیشکه چې د مهمو انساني لاسته راوړنو، د الهي او بشري معرفت څخه به بی برخې یو.

د کتاب په نړیواله ورځ، په ځینو هیوادونو کې کتاب خرڅوونکي د کتاب پلورنې په وخت یو سور ګل کتاب پېرېدونکي ته ورکوي.

د کتاب او د کتاب د مطالعې د ارزښت په اړه د نړۍ بېلا بېلو پوهانو مشهورې ویناوې کړي چې یو څو يې دلته را راخلو:

اروښاد ګل پاچا الفت وايې : زما ارمان به هغه وخت پوره شي، چې د پوهی قيمت کم شي او هر څوک يې اخستيلای وشي » ددې اصل پر بنسټ واقيعاً پوهه، علم او زده کړه د انسان په فکر او عقل کې بدلون راوړي، او دغه ګټه د بلې هرې ګټې څخه زياده او درنه ده.

د ژورې خبرې په نوم کتاب کې مې د کتاب په اړه د لیکوال میرزا عالم حمیدي دا خبرې خوښې شوې، چې لیکلي يې دي: ((ما د کتاب په سترګو نړۍ لیدلې هو ویلې شم چې د مینې ستره نښه تاج محل دی، د جګړې ستره سرچینه پنتاګون ده)).

په بل ځای کې د کتاب د اهمیت په اړه د مسولي وینا را اخلي چې: ((هر څوک چې یو ګټور کتاب له منځه یوسي لکه یو انسان يې له منځه وړی وي او هر چا چې یو انسان له منځه یوړ، لکه چې نړۍ يې له منځه وړې وي)).

یو فرانسوي شاعر بیا وايي: ((لرغوني لیکوالان داسې زورور لارښوونکي دي چې تر اوسه پورې په موږ باندې د قبرونو څخه بادشاهي کوي)).

په حواله رسنۍ (فیسبوک) کې یو کس د کتاب په اړه لاندې پوسټ کړې وو چې د ډېرو کسانو لخوا خوښ او خپور شو: تر تش جېب مي له کتابونو تشه خونه بده ایسي، ځکه لومړی مانا مفلیسي او دویم یعني جهالت!

کتاب مي یواځینی رښتینی ملګری پاته شوی دی، هیڅ وخت یې نه! نه دي راته ویلي، د هیڅ نېکۍ په رایادولو یې نه یم شرمنده کړی او تل یې زما هره اندېښنه، سوال او غوښتنه په مینه ځواب کړې ده، تر دې نو بل نژدې دوست چیري وو؟!

جوزف براډسکي بیا وايي: ((د کتاب تر سوځولو خراب جرمونه هم شته، یو یې دا دی چې کتاب ونه لولې)).

سټیفن کینګ وايي: ((کتاب کامله سرګرمي او تفریح ده، نه په کې تجارتي اعلانونه شته، نه بريښنا او بټرۍ غواړي، د هرې روپۍ په بدل کې ساعتونه خوند دربخښي. زه حیران یم چې ولې خلک د هغو شیبو لپاره چې ضایع کیږي، ځان سره کتاب نه لیږدوي)).

انا کوتاینډلن وايي: ((کتابونه الوتکې دي، رېل ګاډي دي او لارې دي. کتابونه سفرونه او منزلونه دي، کتابونه کورونه دي)).

ابراهام لینکن وايي: ((کتاب دې ته پکارېږي چې سړي ته وښيي چې د ده مفکورې ډېرې نوې نه دي)).

جې کې رولېنګ وايي: ((کتاب لکه هېنداره وي: که دې یو احمق په کې ولید، دا تمه نه شې کولای چې نابغه په کې ووینې)).

د اېران د کلتور وزیر د کتاب او مطالعې په اړه وايي: هیله لرم داسې مهال راشي چې د خواستګارۍ (انجلۍ ته په مرکه تللو) معیار د کتاب لوستل او مطالعه وي، یعني د انجلۍ کورنۍ د هلک په اړه دا یو اساسي معیار وګرځوي، چې که دا ځوان مطالعه کوي مونږ ور سره خپلوۍ ته چمتو یو.

سټین فلیپس بیا د کتاب د اهمیت په اړه وايي: ((جامې زړې واغوندئ، خو نوی کتاب واخلئ)).

جورج مارټین وايي: ((هماغسې چې توره تیرولو ته اړتیا لري، ماغزه هم کتاب ته اړتیا لري)).

زم هېر دی، چې چا ویلي، خو ډېره ښکلې وینا ده چې؛ یو ښه کتاب د سلو ملګرو ارزښت لري، خو یو ښه ملګری بیا د یوه کتابتون هومره ارزښت لري …!

د شفیق امیرزي خبره ده چې: ما یو کتاب لوست، پر شا يې لیکلي وو: ((فردا برای خواندن دیر است همین اکنون بخوان)).

مه خپه کېږه! کتاب کې چې لیکوال يې دوکتور عائض بن عبدالله القرني او ژباړن يې رحمت الله مومن دی، د کتاب په اړه کښلې: د نېکمرغۍ د لاس ته راوړلو یوه ډېره مهمه وسیله د کتاب مطالعه ده!

جاحظ په دې اړه داسې وایې: ((کتاب هماغه یوازېنی صمیمي دوست او مخلص ملګری دی، چې نه دې خفه کوي او نه دې پرېږدي، نه در نه څه غواړي، نه درسره دوکه کوي، نه خیانت او نه تملق او چاپلوسي.

کتاب هماغه څه دی، چې په کتلو سره یې خوښۍ زیاتېږي، ذهن تېزوي او ژبه صفا کوي، زړه ته ډاډ ورکوي او سینه پرې پراخېږي!

کتاب هماغه څوک دی، چې هم د شپې له تا څخه پلوي کوي او هم د ورځې، هم په سفر کې او هم په حضر (کور) کې.

دا هماغه یوازېنی ښوونکی دی، چې که ورته اړ شوې، نو له ملاتړ څخه دې لاس نه اخلي!

موږ باید په دې پوه شو، چې تر ټولو غوره څه چې وزګار خلک پرې د شپې او ورځې خالي وختونه ډکوی شي کتاب دی.

دا هماغه شی دی، چې د دین او دنیا چارې پرې سمبالېدلای شي.

جاپان په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې وګړي یې مطالعې ته ډېر وخت ورکوي او همداراز اروپا، امریکا او د آسیا ځینې هېوادونه هم په نړۍ کې له هغو هېوادونو څخه شمیرل کېږي، چې وګړي يې مطالعې ته ډېر وخت ورکوي.

جالبه دا، چې څه موده مخکې، یو ډله چينايي ځوانان چې شمیر يې ۵۳ تنو ته رسېده، مطالعې ته د خپل خلکو د هڅولو په موخه د پلازمينې بیجینګ په يو واټ کې سره راټول شول او د یو نيم ساعت لپاره يې دغه واټ د خلکو د تګ راتګ په مخ تړلی وو.

دغه کمپاین ته “پریږدۍ چې مطالعه واټونه اشغال کړي” نوم ورکړل شوی وو. دغه ځوانان د یو انلاین ګروپ د چټ (تماس) له لارې يې لومړی خپله خبره يوه کړه او بیا په یاد ښار کې سره راټول شول.

په ۲۰۱۴ کال کې د تر سره شويو سروې ګانو له مخې هر چینایي په اوسط ډول ۴۵۶ عنوانه کتابونه، ۶۵۰۳ ورځپاڼې او ۶۰۷ عنوانه مجلې لوستي خو سروې زیاتوي چې ډيری چينایان بیا د خپل د مطالعې دغې کچې څخه راضي نه ښکاري او ټينګار کوي چې باید مطالعه لا زياته شي.

د څېړونکو په وینا افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د کتاب لوستلو دود په کې ورځ تر بلې ورځ کمزورې کېږي، په ځانګړي توګه د کتابونو په لیکلو او لوستلو کې د مېرمنو ونډه ډېره کمه ده.

لیکوالان د کتاب د چاپ په بدل کې پيسې ترلاسه کوي، لیکوالۍ ته د کسب په سترګه ګوري او د همدې هنر له لارې یوه مړۍ حلاله روزي ګټي، خو په افغانستان کې بیا لیکوالان که زیان ونه کړي نو ګټه خو هیڅ نه کوي. عام وګړي په کتاب پيسې نه ورکوي او له بده مرغه دا دود لا هم روان دی.

د کتاب د مطالعې د لیوالتیا د پیدا کولو لپاره په پښتو ژبه کې ښه کتاب د ( څه ډول مطالعه وکړو؟) نومیږي، چې د کتاب ژباړن ډاکټرسیف غریب یار دی او دا علمي اثر د ارواپوهنې، د ښه لارښوونې او تمرینونو په ګډون لوستوونکو ته د ښه مطالعې زده کړه ور کوي.

ﺗﺎ ﻭﯤ ﮐﺘﺎﺏ ګﻮﺭﻩ ﻧﻮ ﺯﻩ ﺑﻪ ﺩﺭﺗﻪ ﻧﻪﯾﺎﺩﯦږﻡ

ﺗﻪ ﻣﯥ ﻫﯧﺮ ﻧﺸﻮﯤ !، ﮐﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﺭﺍﺗﻪ ډﯦﺮﯾﺎﺩ ﺷﻮ

اباسین یوسفزي

د کتاب نړیواله ورځ دې د کتاب مینوالو ته مبارک وي!

ماخذونه:

  1. د الفت نثرونه
  2. ژورې خبرې
  3. مه خپه کېږه
  4. یونسکو ویبپاڼه
  5. د بي بي سي ویبپاڼه

په درنښت