کور / #PTM / الشرق الأوسط ورځپاڼه: په لاهور کي په زرګونو پښتانه د خپل حق غوښتني لپاره راټول سوي وه

الشرق الأوسط ورځپاڼه: په لاهور کي په زرګونو پښتانه د خپل حق غوښتني لپاره راټول سوي وه

الشرق الأوسط عربۍ ورځپاڼه په خپل راپور کي وايي:

تېره يکشنبه   په لاهور کي په زرګونو پښتانه د خپل حق غوښتني لپاره راټول سوي وه.

د لاهور د موچي دروازې سره په زرګونو پښتانه ددې سره سره راغونډ سوه چي  پاکستاني چارواکو   يې د غونډي د مخنيوي هڅي وکړې.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي «موږ په لاهور کي ددې لپاره دېره سوي يو چي زموږ سره د سوي ظلم کيسې درته وکړو، نور څه نسته». د غورځنګ بل مشر علي وزير وويل، موږ د بشری حقوقو د ساتني ، انسانيت او سولي ته ژمن خلګ يو.

پاکستاني ځواکونو د هغه کسانو پر ضد ګامونه اوچت کړې دي چي د پرون ورځي د غونډي پلان يې درلود، د چارواکو ددې ګام پر ضد په بېلابېلو ښارونو کي لاريونونه وسول او پرخواله رسنيو د پاکستاني حکومت  کړني وغندل سوې.

دا لاريونونه وروسته ترهغه راپيل سوه چي پوليسو په لاهور کي د پښتنو مشران ونيول.

د پښتون ژغورني غورځنګ درې مياشتي وړاندي راپيل سو، چي د پښتنو سره د ظلم، تجاوز، توپيري چلند او د خپلو لادرکه او وژل سويو پښتنو پيښي وڅيړي چي په غير قانوني توګه پوځ تری تم کړي  او وژلي دي.

په همدې اپريل مياشت کي په پېښور کي ۳۰ زره پښتانه راټول سوي وه چي د خپل حق غوښتني اواز اوچت کړي.