کور / هراړخیز / ۷۴ کلن (شيو چېړن) په اته دېرشم ځل هم کامياب نه سو

۷۴ کلن (شيو چېړن) په اته دېرشم ځل هم کامياب نه سو

د هندوستان د رېجسټن فډرالي ايالت اوسېدونکی ۷۴ کلن (شيو چېړن) د منځنۍ ښوونځۍ په ازموينو کښي په ۳۸ ځل هم ناکامه سوئ دئ .


دنوموړي دا پوره ۳۸ ځل دی چي په ازموينو کښي ګډون کوي او ناکامه کيږي. دی سخت مايوسه دی ولي چي دسږ کال په ازموينو کښي يې د خپلي مورنۍ ژبي (هندي) څخه پرته نور په ټولو مضمونو کښي کمي نمرې وړي دي .


دی وايي چي په ځلميتوب کښي مي هيڅ کله و ښوونځۍ ته دتګ او سند ترلاسه کولو چانس نه دئ پيدا کړئ او زياتوي چي : ”زما دټوله ژوند په جريان کښي به زه په ازموينو کښي ګډون کوم او زما د يو سوکاله ژوند دروازې به يوه شهادتنامه خلاصوي . ”


دنوموړي همسايه ګان وايي چي دی په ټولو نړۍ کښي ترټولو ټنبل ترينه زده کونکی دی، چي خدای يې ازمويي خو دا ځل به يې کاميابه کړي .


د هندوستان د رېجسټن فډرالي ايالت