کور / هراړخیز / د سلطان صلاح الدېن اېوبي د وخت رېښتونې پېښې (۸)

د سلطان صلاح الدېن اېوبي د وخت رېښتونې پېښې (۸)

که مو ددې ليکني تيري شوي برخي نه وي لوستي دا ځاي کليک کړئ


مکمل غېر سېاسي:


 اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟


د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان

اتمه  برخه پرلپسې……(۲۰-۲۱)


دصلیبي جاسوسې شبکې د روزل شو نجونو نادودې  او د مسلمانانوکمزوري:(۳)


ددې مصري سوداګر هرې خبرې د فخرالمصري  په زړه کې ځاې نیوه ، خو په حقیقت کې  په  فخر المصري  دخبرو اغیز دومره نه و لکه څومره چې  په  هغه دموبي ښکلا او حشیشو  اغیز کړې و . عیسایانو دا  حربه د حسن بن صباح د  حشیشینو څخه  زده کړې وه . موبي ته   هیڅ  شونې نه بریښیده چې داسې حال  به هم را پیدا  کیږي  چې یو مصري سپاهي به دهغې  په  تعقب کې په هغې   زړه بایلې . هغه ته دا هم مالومه  شوه  چې فخر د مصر د ژبې  څخه  پرته په بله  ژبه  نه پو هیږي ، په دې اساس  موبي  په بله ژبه خپلو ملګرو ته   وویل چې  رابن  د زخمیانو په ډله کې  د زخمیانو په خیمه کې پروت  دې  او هغه  وویل  چې د ناجې سره ووینئ  او دا مالوم کړئ  چې هغوې لا تراوسه  پورې  ولې پاڅون  نه دې کړې ، او یا داچې ولې ئې د شا له خوا په صلاح  الدین  ایوبي  باندې  یرغل و نه کړ. او دا هم ډاګیزه کړئ چې ایا  هغې  خو  به له مونږه  سره  دوکه  او چل نه وي کړې ؟


 هغې  خبرې کولی نوفخر دسوداګرو څخه و پوښتل  چې« دا  څه وائې ؟ »


«دا  وائې »  یوه ځواب  ورکړ « چې که  چیرې دا سړې د صلاح  الدین  ایوبي  په فوځ کې نه وائې  نوما به  ورسره واده کړې و . دا  مسلمانیدو ته هم تیاره  ده  خو وائې  چې اوس  ئې په  مسلمانانو باور  له منځه تللې ،»


فخر  په ډیره  ناقرارۍ  سره د نجلۍ  مټ  ته لاس کړ  او خپل ځانته ئې  را ښکوده  اووئې ویل  « که چیرې زه پادشاه وائې  نو په خداې  سوګند  چې ستا په خاطر  به مې تخت  اوپادشاهې هم پری ایښې وه ، که چیرې شرط داوي  چې زه د صلاح الدین  ایوبي   دغه  راکړل  شوې توره  هیسته  و غورزوم ، نو دا دې دروائې خله ،» هغه د خپل  ملابند  څخه  توره  را پرانسته ، او د تیکې سره ئې  یواځای  د هغې  په قدمو کې  کښیښوله  او وئې ویل «زه  له همدا  اوسه د سلطان  ایوبې  سپاهي او قومندان  نه یم ،»


«خو یو بل شرط  هم شته !» نجلۍ  ورته  وویلې «زه  ستا په خاطر  خپل مذهب  پریږدم ، خو د صلاح الدین  ایوبي     څخه به حتما خپل  انتقام او بدله  اخلم ،»


«ایا  هغه   زما په لاسو  وژل  غواړې ؟»  فخر ترې  و پوښتل .


نجلۍ د خپلو  خلکو په لور وکتل ، او دې خلکو هم یو بل  ته سره وکتل ، اخر  کرسټوفر  ویل « که  چیرې  یو سلطان  ایوبي  نه وي  نو څه  به  وشي ؟ یو بل سلطان  به راشي ، هغه به هم همداسې  وي ، مصریان  به  په اخر کي بیا هم غلامان  وي ، ته یو کار وکړه ، د سوډانیانو د سالار ناجي  څنګ ته ورشه ، او دانجلۍ دهغې مخته  و دروه  او د صلاح الدین  ایوبي     اصل حقیقت   او دهغې   ناپاکه    ارادې  ورته را  وسپړه .»


دې خلکو ته خو دا مالومات و  چې  ناجي د صلیبیانو سره اړیکي لري  او موبي  به له هغه  سره  خبرې وکړي  خو  هغوې  په دې خبر نه و  چې  دهغوې دا باورې  سالار به  په ډیره  پټه توګه  له دې نړۍ څخه  سترګې  پټې کړې وي. دا نجلۍ باید تر هغې  پورې ورسیدلې وائې ، خو هغه په  یواځې ځان هلته  نه شواې تللاې ،  اوس نو هغې ته د فخرې په څیر یو ملګرې  په لاس  ورغلې  و نو په دې خاطر ئې د همدې د استعمالولو  پریکړه وکړه ،  څرنګه چې دا سړې د سلطان  ایوبي  تر سترګو شوې  و  نو په دې خاطر تر اوسه  پورې   باید دهغې په سترګو  کي  پاته واې ، ددې نه علاوه  هغه د موبي  څخه اوریدلي و  چې دهغې د جاسوسۍ  او تخریب  کارۍ د څانګې مشر  رابن  په همدې  پنډغالي کې  دې  او  د تیښتې  له پاره  لاره   برابره وی  او هغه  د هغې  د  کومک  کولو له پاره  باید هملته  واوسیږي ، د هغوې ارادې مالوم نه وې  چې  څه دي ،  په صلاح الدین  ایوبي    دهغوې  له اړخه  را پریښول  شوې  غشې  هم خطا تللي و  ، هغه ئې د سلطان ایوبي مخې ته وړې و . د هغوې  لباس او ډرامه  بریالۍ شوې وه ، خو د هغوې  مشن  له کاره  لویدلي  و . په دې  خاطر اوس هغوې د بدل  شوې  حالاتو  څخه د ګټې د اخستلو هڅې کولې.   فخر المصرې د ښایست او حشیشو په  جال کې  را نښتې و ، اوهغه  بیرته  خپل پنډ غالي ته د نه تللو پریکړه  کړې وه .


هغه  ته د امشوره  ورکړل  شوه  چې  هغه دې  ( خپله  معشوقه )نجلۍ  له لاسه و نیسې  او دخپلې ورسپارل  شوې دندې په لور دې ولاړ شي ،  هغې خلکو  دوي ته  خپل یو اوښ  هم ورکړ ، او د اوبو یوه مشکیزه  اوپه  یوه کڅوړه  کې ئې د خوراک  څښاک  سامان   هم  ورته تیار کړ ، په دې شیانو کې څه داسې هم و  چې په  هغې کي   حشیش  ور ګډ  شوې و. موبي  په دې   رازونو  خبره  وه  ، فخر ته ئې  یوه  اوږده   چغه  او د تاجرانو  کالي ور  واغوستل ،او پګړۍ ئې  ورپه سر کړه ، نجلۍ په  اوښ سپره  شوه  د هغې  پسې وروسته فخر  سپور شو او  اوښ  د خپل سفر په لور روان  شو. فخر د خپل  چاپیریال  څخه  بې  خبره و  او په خپلې  راتلونکې  باندې  هم  نه پوهیده ، یواځې  همدا احساس  پرې  غالب  شوې و  چې د ځمکې د مخ  ډیره  ښایسته  پیغله ئې  تر څنګ  ده ، داسې  پیغله چي سلطان ایوبي  ئې پریښود او دده څنګ  ته راغله ، فخر موبي  له خپله ځانه  سره   را  نژدی کړه  او وخوځیدل  .


«موبي ورته وویل « ته خو به د عیسایانو د قومندانانو او دخپل امیر  ایوبي  په څیر  وحشی  کیږې  نه ؟ زه  هم ستا یم ، هر څه   چې  له ما سره غواړې و ئې کړې   ، وئې کړه ، خو زه به بیا له تاڅخه   کرکه  کوم .»


«موبي !که چیرې ته  غواړې  نو زه به له اوښه  ښکته شم ،» فخر  هغه  سمدستې  پریښوده او خپل لاسونه  یې ترې لرې کړل او ویې ویل « ماته  یواځې  همدومره ووایه  چې  ته ما  د زړه څخه  خوښوې  یادې د مجبورۍ  له مخې  زما  لورې ته    پناه  را وړې ده ؟ »


«ماخو دهغه تاجرانو  څخه هم پناه  اخستلاې  شوه »، موبي  ځواب  ورکړ ،«  خو ته  ماته  دومره ښه ښکاره  شوې  چې ستا په خاطر  مې دخپل  مذهب  د پریښولو   پریکړه هم  کړې ،» هغې  په  خپلو  جذباتې  خبرو  سره د فخر په  کمزورواعصابو باندې  نوره هم خپله  قبضه ټینګه کړه  او شپه  هم  سوکه سوکه  په تیریدو  کې  وه .


دا نژدې  د پنځه  ورځو  سفر و خو فخر المصرې د عامو لارو  څخه بې لارې  بې  لارې  تګ کاوه ، ځکه  چې  هغه د فوځ تښتیدلې  سپاهې و، موبي ته  خوب  راغې  هغې خپل سر  شاته د  فخر په سینه  باندې تکیه کړ او په  پاخه  خوب  بیده  شوه. اوښ روان  و  او فخر   ویښ.


*****(۲۱)


صلاح الدین  ایوبي    د سهار د لمانځه   څخه  فارغ  شوې  و چې   دروازه چي   اطلاع   ورکړه  چې  علي بن سفیان  راغې ،سلطان  د لمانځه له ځایه منډه کړه  او بیرون  را ووت  د هغې   دخولې  څخه د علي بن سفیان د سلام  د ځواب  څخه د مخه دا  الفاظ  راووتل « هلته څه خبره  وه ؟»


«تر اوسه  خیریت  دې » علي بن سفیان  ځواب  ورکړ ، خو په سوډانې  لښکرو  کې   بې اطمیناني  ورځ  په  ورځ  ډیریږي ، ما په هغوې  کې  خپل  مخبران   پرې  ایښې دې ، د هغوې له راپورنو څخه  مالومیږي چې  که چیرې دهغوې    یو قومندان  هم  قومنده  په  خپلو  لاسو کې واخسته  نو پاڅون   به  پیلیږي .»


صلاح الدین  ایوبي     هغه له خپله ځانه  سره خپلې خیمې  ته یوړ ، علی بن سفیان  ورته ویل «ناجي  او دهغې سالاران  خو مونږ    له منځه  یوړل   خودنفرت او کرکې  هغه  زهر   چې  هغه  د مصرې  فوځ پر خلاف   پر  هغوې کې  شنیدلي  دی  دهغې  اغیز   یوه  ذره  هم نه   دې   راکم شوې، دهغوې  دبې  اطمینانۍ  بل  علت  دهغوې  د سالارانو  ورکیدل  دې ، مادخپلې  شبکې  له لارې دا خبر خپور کړې دې  چې  دهغوې  سالاران د روم  د بحیرې  په سنګر  کې  پراته دې . خو درونده  امیره ! زه  شکمن  یم  چې په سوډانیانو کې شکوک او شبهات  پیدا کیږی . داسې  بریښې  چې  هغوې  دا   احساس کړې  چې دهغوې سالاران  یا خو  بندي  کړاې  شوې دي او یا  له منځه وړل  شوې دي .»


« که  چیرې پاڅون  وکړل  شي نوایا په مصر کې  چې زمونږ  کوم   دلګي  شته دي  هغوې  به د سوډانیانو دفوځ مقابله وکړاې  شي ؟» صلاح الدین  ایوبي     ترې وپو ښتل ،« ایا هغوې به  دغه  پنځوس  زره   تجربه لونکي   وسله وال  فوځ  ته ماتې ورکړاې شي ؟،…… زه  شکمن  یم »


«زه یقین لرم   چې  زمونږ   هغه  کوچنې  شمیر فوځ به د سوډانیانو  د فوځ  مقابله  ونه شي کړاې » علي بن سفیان ورته وویل ،« خو ما ددې کار  له پاره  هم  ځان  تیار کړې دې . ما د دروند  نورالدین  زنګي   په  لور  دوه  ګړندي  سواره  استولي دي  او هغې ته  مي دا پیغام ور استولې دې   چې په مصر کې د پاڅون   نښې  نښانې  را پیدا  شوې دې اومونږ چې کوم  فوځ تیارکړې  د هغې  شمیره ډیره   لږه ده ، ددې  نه  اخوا زمونږ د خپل فوځ  تر نیمائې  زیات  د جنګ  په ډګر  کې دې . په دې خاطر  د  هغې ممکنه  پاڅون  د ټکولو  له پاره مونږ ته  بیړنې کمک  راولیږه»


«ماته  د هغې  لورې د بیړنې کومک د راتلو امید ډیر لږ ښکاري ،»سلطان ایوبي  ورته وویل ، « همدا تیره ورځ یوه قاصد دا خبر  راوړ  چې نورالدین  زنګي  په فرینکو  باندې  یرغل ور  وړې ، هغه دا یرغل  زمونږ  سره د  تعاون اوبسپنې  په خاطر کړې دې ، دا  په داسې وخت  کې شوې  چې  په خپله  فرینکو او دهغې  یو زیات شمیر  فوځې  سالاران   دروم په بحیره  کې  په جنګی  بیړیو کې زمونږ  لورې ته راتلل ، همدا راز د فرینکو  د فوځ  یوه برخه  مصر ته تللې تر  څو دهغې  ځای څخه پر مونږ  باندې  د شا  له اړخه  حمله وکړي ، هغوې  زمونږ د سوډانی لښکر  د کومک په خاطر  ان د مصر د پولو پورې  را غلي و ، محترم   زنګی د هغوې  پر  هیواد  باندې  یرغل  وروړ  او دهغوې   دغه  ټول  پلانونه  ئې دخاورو سره خاورې کړل . هغه  اوس د فرینک پادشاه په ډیره  سیمه باندې  قبضه کړې ، او دصلیبیانو  څخه ئې   څه  دولت او  شتمنې   هم تر لاسه کړې ،»


 صلاح الدین  ایوبي  په خپله  خیمه کې  قدم  اخسته ،او په  جذباتي  لهجې  سره  ئې  وویل « ماته د سلطان  زنګې د قاصد  تر خولې بیانونکې د هغې  ځای حالات  څه   د اندیښنې وړ ښکاره  شول .»


«ایا  اوس  به صلیبیان هلته یلغار  وکړي ؟»علي بن سفیان ترې  و پوښتل .


« ماته د یوې زري  په اندازه  هم د صلیبیانود یرغل   پرواه  نه شته ،» سلطان  ایوبي ځواب  ورکړ .« اندیښنه  داده چې  د کفارو  د یرغل  مخه نیونکي  فوځ  د شرابو  په منګیو کې ډوب  شوې دې ، د اسلام د کلا  ساتوندویان  د ښکلو نجونو په حویلیو کې  بندیان دي، دښکلو ښځو او نجونو  زلفي   دهغوې  د  پښو  زنځیرونه  ګرزیدلي دې . علي ! د اسلام تاریخ  به  اسدالدین شیر کوه   هیڅکله  هم له یاده  و نه  باسي ، څومره  به ښه  و  چې هغه نن  ژوندې واې ، زه  د جنګ  ډګر ته  هماغه  راوړې یم ، مونږ ډیر ستونزمن  وختونه  کتلي ، علي !ما  دکاکا شیرکوه د فوځ  د تر ټولو لمړي  دلګي  قومندانې کړې ده ، زه  دهغې سره یوځاې درې میاشتې  د صلیبیانو په محاصره کې وم . ماته  به کاکا شیرکوه  تل  دا   درس راکاوه ، چې د ویرې  اوخوف   څخه  ځان  لرې  ساته ،د الله  تائید  او دهغې  په  رضا باندې  باور  لره ، او د اسلام  بیرغ  تل رپانده  ساته ، زه د کاکا شیرکوه   تر قومندانۍ لاندې  دصلیبیانو او مصریانو د ګډو فوځونو پر خلاف  هم جنګیدلې یم . په سکندریه کې محاصره  شوې یم ، نژدې و  چې ماتې سره مخ  شم ، زما سره یو ډله عسکر  زړه  بدې  شوي و، داچې ما څه ډول د هغوې حوصلي  سترې  او تازه  و ساتلې ، یواځې  زما  رب   پرې   ښه خبر دې . ان  تر دې  چې کاکا  شیره کوه په صلیبیانو باندې  یرغل  وکړ  او   زمونږ  محاصره ئې ماته کړه…..نو مونږ په دې  قصې  ښه پو هیږو ، ایمان  پلورنکې د کفارو  سره یوځاې  شول  او زمونږ  له پاره  ئې  څومره  ستر ستر طوفانونه  را ولاړ کړل. خو زه   ویریدونکې  نه یم ، زړه مي  له  لاسه  نه دې ورکړې »


ماته ټول هر څه  په یاد  دي  سلطانه ! » علي بن سفیان  ورته وویل « ددومره  جنګونو  او قتل و قتال  نه وروسته  شونې بریښیده  چې  مصریان  به په سمه  لاره  را ستانه شي . خو کله  چې یو غدار  او د وطن  دښمن مري  یوبل  غدار او وطن پلورنکې  را زیږوی  او دهغې  ایمان پلورونکې ځاې ناستې ګرځي. زما خپله  مشاهده  خو  دا  ده  چې غداران او  ایمان  پلورنکي د کمزوري خلافت اونظام  زیږنده ده . که چیرې  فاطمي خلافت  په  حرم  کې نه  واې  را نغښتې  نو نن  به  مونږ د صلیبیانو سره په اروپا کې  جنګیدو ، خو زمونږ   دغه  غدار  ورونه هغوې نه پریږدې  چې  د اسلامي  سلطنت  د پولو  څخه  بیرون  شي . کله چې پادشاهان  په  عیش و عشرت  کې ډوب  شي نوبیا د رعایاو څخه  هم  یو شمیر  خلک  د پادشاهي  خوبونه ویني  هغوې دکفارو  څخه  ځواک اوکومک   تر لاسه کوي، په ایمان  پلورلو کې هغوې  دومره   ړندیږي    چې دکفارو د عزایمو او دخپلو پیغلو د  عصمتونو پرواه  هم له یاده  باسي .»  


«زه تل  له همداسې  خلکو ویریږم ،» صلاح الدین  ایوبي     ورته وویل . « الله  دې  نه کوي ،  که کله هم د اسلام نوم  له منځه ځي  نو هغه به دهمدې مسلمانانو په لاسو وي  ، زمونږ  دښکلي  او ځلانده تاریخ څخه  اوس لګیادې  د غدارانو تاریخ  جوړیږي، دا حالات   په ډاګه کوي  چې  یوه  ورځ به مسلمان  یواځې  په نوم مسلمان وي  ،خپله  سیمي او ځمکې به کفارو  ته  ورحواله کوي ، په دې  حالاتو کې  که  اسلام ژوندې  هم پاته کیږې  نو  مسجدونه  به کم  او قحوه ځایونه او دفحشا مرکزونه  به زیات وي . زمونږ  لوڼې به د صلیبیانو په څیر  خپل  ویښتان  ازاد  اود بې حیائې  په لور  به  درومي ،  کفار غواړی چې هغوې پر هماغه  لاره  رواني کړي ، بلکه  روانې کړي ئې  هم  دي ….. اوس د مصر  څخه یوځل بیا همغه  طوفان  را پورته کیږي.  علي !  ته خپلې  شبکي نورې  هم  باوري  او خپرې ئې  کړه ، ما خپلو ملګرو ته ویلې  دي  چې ددښمن سیمو ته ولاړ  شي  او شپینې  غلچکي  یرغلونه  وکړي، همدا  راز د خبرونو د راټولو  له پاره  ځوان او توانمنده  وګړي   و ټاکه ، صلیبیان  هم  همدا  سنګر   مستحکم  او اغیزمنوي ، ته  سمدستي د جاسوسۍ  د جنګ  له پاره تیارې و نیسه ،….. د هر څه  لمړۍ کار  چې  باید  ژر  تر ژره  وشي  هغه دادې چې د سمندر څخه  څه صلیبیان   خوندې  را وتلي دې  دهغوې  یو شمیر زخمیان  دي  او کوم  چې زخمیان نه دې  نو هغوې  په  سمندر کې د څو څو ورځو لامبو وهلو وروسته  د زخمیانو  څخه  بدتر  ګرزیدلي دی . دهغوې ټولو علاج  معالجه  تر لاس  لاندې ده ،ما هغوې ټول  تر سترګو  تیرکړې دې ، ته هم هغوې ووینه ، او دخپلې وړتیا  په مطابق ترې  پو ښتنې   ګرویزني  و کړه ،»


صلاح الدین  ایوبي    دروازه چي راوغوښت  او د سهارني چاې  غوښتنه  ئې ترې وکړه ، او علي بن سفیان ته ئې وویل ،« پرون  ئې څه زخمیان او یوڅو ښکلې شانته  نجونې  زما  مخ  ته  راوړې وې ، په هغوې کې  شپږ د سمندر  څخه  راوتلی  بندیان دي ، د هغوې تر منځ  په یوه  زه شکمن  شوم  چې هغه معمولي سپاهي نه دې ، هغه د رتبي او مرتبي سړی ښکاري ، د ټولو دمخه   دهمغه  سره ووینه ، ددې تر څنګ  پنځه تاجرانو  اوه کسه  نجونې له ځانه سره  راوړې وې ،» هغه علي  بن سفیان ته د نجونو به هکله همغه څه وویل  کوم  چې تاجرانو سلطان  ته ویلې و . سلطان  ایوبي ورته وویل ،« ما  نجونې تر  نظارت  لاندې نیولې  خو هغوې ته مي  ویلې  چې زه هغوې په  خپله پناه  کې اخلم . نجونې  وائې  چې د غریبو کورنو بچیانې دي  او بیا دهغوې دا  وینا  چې هغوې  ئې د یوه سوځیدلې  جهاز  څخه  په  یوې کشتۍ  کي  واچولي او په سمندر کې  ئې  بې  اسرې  پریښوې ، بیا کشتۍ  هغوې تر ساحله پورې  راورسولې ، دهغوې  دا خبره ما  په شک کې اچوی ، ماهغوې ته  ځانته   خیمه  درولې ده . او ساتونکې  مې پرې  درولې دې . ته د ناشتې   سمدستې  وروسته دغه  بندیان او دغه  نجونې ووینه .


په اخر کې صلاح الدین  ایوبي     مسکې شو  او وئې ویل « پرون  ورځ  په ساحل  باندې د ګرځیدو په وخت کې پر ماباندې یو غشې  را  وویشتل شو چې زما د پښو  تر منځ  پر ځمکه و لګید.» هغه دا غشې  علي بن سفیان  ته ورکړ  او وئې ویل  « سیمه  غره ایزه  وه ، ساتونکې د لټون  له پاره  تر ډیر  لرې ځایه  پورې  ولاړل ، خو هغوې ته کوم   غشې ویشتونکې تر سترګو نه شو . دهغې سیمې  څخه   هغوې  ته دغه  پنځه تاجران  په  لاس ورغلل  چې ساتونکو  ترما پورې  را ورسول  او دغه تجارانو دغه  اوه نجونې  هم  ماته   را حواله کړې ،او هغوې ولاړل.»


«او هغوې ولاړل  ؟»  علي  ترې  په  حیرانتیا سره و پوښتل . «ایا  تاسې هغوې ته د تللو اجازه  ورکړه ؟»


«ساتونکو د هغوې د سامانونو  پلټنه کړې وه ،» ایوبي ورته وویل « د هغوې  څخه داسې کوم  شې تر لاسه نه شو چې  شک   پرې  شوې وې .»


علي بن سفیان غشې   په   ډیر غور سره و کوت ، او وئې ویل « د سلطان  او راز موندونکې تر منځ ډیر توپیر  موجود وي ،  زه به د هر څه له مخه د هغې تاجرانو د نیولو  هڅه کوم »


علي بن سفیان د صلاح الدین  ایوبي  د خیمې  څخه  بیرون  را ووت ، نو دروازه چي   ورته وویل ، « دغه قومندان  خبر  راوړي  چې د هغه  اوه  نجونو  څخه  چې  پرون   زمونږ په قید کې  راغلی  وې   یوه  ئې  اوس  درغل  شوي . ایا سلطان  ته ددې خبرې   ور  رسول  اړین دي ؟ دا خو دومره ستره پيښه   نه ده  چې سلطان  پرې اندیښمن  کړو .»


علي بن سفیان  په ژور  فکر  کي پریوت ، هغه قومندان  چې د را پور  ورکولو له پاره راغلې و، هغه علي بن سفیان ته راغي او سوکه  ئې ورته  وویلې « د یوې  عیسوي  نجلۍ  بې درکه  کیدل خو به دومره  مهمه  پیښه  وي  یا به  نه وي ، خو ډیره  مهمه داده  چې فخر المصرې نومي قومندان  هم د شپې  را هیسې  بې درکه  شوې دې . دشپې  ساتونکو  وویل  چي هغه د نجونو تر خیمې  پورې  تللې و ، بیا دهغې ځاې څخه د زخمیانو تر خیمي  پورې ولاړ  او بیا دهغې وروسته   په سترګو نه دې کتل شوې . هغه د شپې  په  ګشت  وتلې و .»


علي بن سفیان د لږ څه فکر  کولو وروسته وویلې ،« تریوه   وخته  پورې  سلطان  ته دا خبر  مه ورکوئ ، د شپې د هغه وخت  ټول  ساتونکې  را غونډ کړئ ، کوم کې چې فخر المصرې  ګشت کاوه ، هغه د سلطان  ایوبي د ساتونکې د ډلې  قومندان  ته وویل ،  چې پرون  چې دسلطان  سره کوم ساتونکې تر ساحله پورې تللي و، هغوې   را ولئ ، هغوې هملته و ، څلور  واړه   مخته  راغلل ، علي بن سفیان ورته  وویل ،« پرون  چې تاسې  هغه تاجران  او نجونې  کتلې وې  ، سمدستې  هملته ولاړ شئ ، که چیرې   هغه تاجران  تر اوسه  پورې هملته  وي  نو هغوې  تر خپل نظارت  لاندې  وساتئ ، او هملته زما  انتظار  وکړئ ، او که  چیرې  هغوې  له هغه  ځایه تللې وي  نو سمدستي  بیرته را وګرځئ ، »


ساتونکې  ولاړ ل ،نو علي بن سفیان د نجونو  خیمي ته ورغې ، نجونې ئې  په خپل مخ کې   و درولي او په عربي  ژبه ئې ترې   و پوښتل ، « هغه اومه  نجلۍ   چیرې ده ؟» نجونو  یو ې بلې ته وکتل  او سرونه ئې و خوځول ، علي بن سفیان ورته وویل « تاسې ټول  زمونږ  په ژبه  پوهیږئ !»


نجونو  هغه ته په  ډیره حیرانه توګه کتل ، علي دهغوې  د څهرو او حرکاتوڅخه  په  هغوې  شکمن  شوې و . هغه د نجونو شاته   ودرید  او په عربي  ژبه  ئې وویل « ددې نجونو  څخه کالې و کاږئ  او لوڅې لغړې ئې کړئ ، او دولس  کسه  قوې  هیکله  او ځواکمن عسکر   راو غواړئ،»


ټولو نجونو یو ټکان وخوړ  او  وروسته ئې وکتل ، دوه  درې کسو په یوه  ځل  خبرې  پیل کړې ، هغوې عربي  ژبه  ویلاې  شوه ،« ته د نجونو سره دا ډول  سلوک  نه  شې کولاې »  یوې  ورته  وویل  « مونږ  ستاسو پرخلاف  نه  یو جنګیدلي »،


علي بن سفیان  د خندا   نه  شین  شو  او  وئې  ویلې ، « زه به له تاسې سره ډیر ښه سلوک  وکړم ، لکه څنګه  چې تاسې په   یوه ګواښ په عربې ژبه  خبرې  پیل کړې ، اوس  پرته  له  کوم زور   اوفشار  څخه ووایاست  چې هغه اومه  نجلۍ  چیرې تللې ده ؟ ټولو  بې خبري و ښووله ، علي ورته وویل ، زه به له تاسې  څخه ددې سوال  ځواب  حتما اخلم .   تاسو خو سلطان  ته ویلې و  چې تاسې زمونږ  په ژبه نه پو هیږئ ، اوس خو تاسې زمونږ په  ژبه  زمونږ په څیر خبرې  کوئ ، ایا زه   تاسې  پریږدم ؟»   هغه  ساتونکي ته وویل « دوې په خیمه کې  کښینوه .» نور په نهمه برخه کي