کور / طنز / زما ولاکه زده کيږي

زما ولاکه زده کيږي

دوه تنه چې تر اوږدې لمني لاندي يې پايڅې نه ښکاريدې تا به ويل چې بيخي يې پرتوګونه نه دي اغوستي اود غوړو اوږدو څڼو له منځه يې په رنجو توري سترګې سمي  نه ښکاريدې د چوټو ونډې (تسمې) يې  خلاصي وې اوله نشې ځنګيدل په يوه سلا کومندانی ته ننوتل او نيغ نيغ ودريدل


کومندان صيب چې پر دوو ګوتو چلم ته ناست و و او چرس يې تاوول او خمار وو په ډير ربړ يې د سترګو له کونجو نه وکتل، راغلو دو تنو چې بې حرکته ولاړ وو پښې له مځکې ووهلې او سلام صيب په ويلو سره يې د ښي لاسونوشاوي پر تندي ونيولي ( د عسکري سلام  په څير)


دي سلامي بولندوي(کومندان ) صيب ته خورا خوند ورکړ نو د زړه له کومي يې له خولې ووتل:


ښه راغلاست! تاسو مي اوس جګتورنان کړاست بله مياشت مو هغه بل شی کوم چې زما يې ولاکه نوم زده کيږي!


ولاړو جګتورنانو په يوه ږغ وويل:


خدای دي غم مه راکوه باداره!


دواړو په خوشالۍ له کومنداني ووتل او نورو انډيوالانو ته يې ويل:


موږ جګتورنان شو او بله مياشت هغه بل شي کيږو زياته.


او بې ډوله په نڅاه شول


کندهار ۱۹۹۴