کور / د ډيورنډ کرښه / د قبايلو سرتاسري شورا: د فاټا په هکله د پاکستان پرېکړه نه منو

د قبايلو سرتاسري شورا: د فاټا په هکله د پاکستان پرېکړه نه منو

د قبايلو سرتاسري شورا وايي، د فاټا په هکله د پاکستان د پارلمان پرېکړه ورته د منلو نه ده.

د يادي شورا مشر زرجان شينواری وايي، د خيبر پښتونخوا سره د قبايلو يا فاټا سيمي يوځای کېدل ورته د منلو نه دي او دا  د پاکستان لخوا يو اړخيز ګام دی چي پورته سوی دی. د نوموړي په وينا د فاټا په هکله د قبايلو څخه هيڅ نظر نه دی اخيستل سوی.

ښاغلی شينواری وايي، د قبايلو برخليک خبله د قبايلو په لاس کي دی او په دې هلکه د نورو خلګو پرېکړي او احکام ورته د منلو نه دي.

نوموړی وايي، موږ د خيبر پښتونخوا سره د يوځای کېدو لپاره خوښ نه يو او په دې هکله د قبايلو ۲۰ سلنه هم مثبت رايه نه ده ورکړې.

هغه زیاته کړه ، دا لس کاله په قبایلو کي جګړه روانه ده زموږ د خیبرپښتونخوا پښتنو یوه ورځ هم د دوی په ملاتړ اواز پورته نه کړ چي دلته په وزیرستان او باجوړ کي څه روان دي.

د نوموړي په خبره   ډیر ژر به قبایل د سوي پرېکړي په هکله جدي غبرګون څرګند کړي، د قبایلي مشرانو غونډه رابلل کیږي اوخپل ږغ به د پریس کنفرانس دلارې اوچتوي.

تېره پنجشنبه د پاکستان پارلمان د قبايلي سيمي يا فاټا په خيبر پښتونخوا د ورګډولو پرېکړه وکړه چي د پښتنو د بېلابېلو غبرګونونو سره مخ سوه.

حقوقپوهان وايي، په دې هکله د پاکستان يواړخېزه پرېکړه د هفه تعهداتو او تړونونو د ماتولو په مانا دي چي لسګونه کلونه وړاندي د افغان او برتانوي هندي چارواکو ترمنځ پرې موافقه سوې وه.