کور / راپور / په پکتيا کي ۱۱تړل سوي ښوونځی بېرته پرانستل سوې

په پکتيا کي ۱۱تړل سوي ښوونځی بېرته پرانستل سوې

د پکتيا په بېلابېلو ولسواليو کي د هلوځلو وروسته  ۱۱ ښوونځي پرانیستل سوې.

دا ښوونځی چي  له تېرو ۴ کلونو راهیسې تړلي د ولسي خلګو په مرسته او ملاتړ يو ځل بيا پرانستل سوې. ددې ښوونځیو د تړل کېدو لامل د ټولګیو د نصاب نه پوره کېدل او هغو ته د ماشومانو نه تګ ښودل سوی وو. خو اوس د سیمې خلک په دې قانع سوې، چي خپل ماشومان به ښوونځیو ته استوي.

پکتيا د هيواد يو له نا امنه ولايتونو څخه دی چي کله کله د جګړو راپورونه ورڅخه راځي، همدې جګړو د پکتيا پر تعليمي برخه هم سيوري غوړولی دی.

بيا پرانستل سوي ښوونځی او د هغوی موقعيتونه په لاندي ډول دي:

1-      د الحاج سید عبدالقیوم شاه افضلي ښوونځی- د پکتیا مرکز- ګردیز

2-      د ملک جلال لومړنی ښوونځی- د پکتیا مرکز- ګردیز

3-      سره خاوره د نجونو لومړنی ښوونځی- وزې ځدراڼ ولسوالۍ

4-      د باخېلو د نجونو لومړنی ښوونځی- ښوواک ولسوالۍ

5-      د سبق نسوانو لومړنی ښوونځی- ښوواک ولسوالۍ

6-      د غلګي لومړنی ښوونځی- ښوواک ولسوالۍ

7-      د کځګۍ لومړنی ښوونځی- ګرده څېړۍ ولسوالۍ

8-      د ښاخېلو منځنی ښوونځی- ګرده څېړۍ ولسوالۍ

9-      د معصوم زرمتي لومړنی ښوونځی- زرمت ولسوالۍ

10-  د زوړ کوهي لومړنی ښوونځی- زرمت ولسوالۍ

11-  د حاجي کابل لومړنی ښوونځی- زرمت ولسوالۍ

د پوهنې وزارت  دا یوه ستره لاسته راوړنه بولي او له ټولو هغو کسانو مننه کوي، چي په دې اړه یې مرسته کړې ده.

د پوهني وزارت  د چارواکو په وينا، ياد  وزارت ژمن دی، چي د هیواد ټولو بچیانو ته د یو ډول او ښو تعلیمي خدماتو په رسولو کي هڅي وکړي او پرې نه ږدي، چي زموږ بچیان له زده کړو محروم پاتي سي.