کور / راپور / د پاکستان په بلنه لوړپوړی افغان پلاوی پاکستان ته سفر کوي

د پاکستان په بلنه لوړپوړی افغان پلاوی پاکستان ته سفر کوي

د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر په مشرۍ يو لوړپوړی استازی نن اسلام اباد ته ځي.

په پاکستان کي افغان سفارت وايي، افغان لوړپوړی پلاوی به د پاکستان د لومړي وزير، د پوځ د مشر او نورو جګپوړو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

د پاکستان د لومړي وزير په بلنه چي افغان حکومت ته يې لېږلې ده غوښتنه سوې ده چي افغان لوړ پوړی پلاوی دي د امنيت او همکارۍ ارزولو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.

له دې وړاندي هم څو ځله افغان امنيتي چارواکو پاکستان ته سفرونه کړي او پر ګڼو امنيتي همکاريو سره ږغېدلي چي د کارپوهانو په خبره اغېزمنه نتيجه يې نه ده ورکړې.

دا سفر به د هغه تړونونو د بيا راتازه کولو تر سيوري لاندي کېږي چي په څو ځله د افغانستان او پاکستان د سولي او يووالي ترنامه لاندي پکي غونډي جوړي سوي وې.