کور / خبرتیا او پيغامونه / له افغانستانه د بېنوا فرهنګي ټولني پيغام

له افغانستانه د بېنوا فرهنګي ټولني پيغام

د دې درنې څېړنغونډي د مشرتابه دروند پلاوي!


معززو مشرانو!
قدرمنو پوهانو!
او ښاغلو ګډونوالو!


تر هرڅه مخکي مو سلامونه، مينه او درنښت ومنئ!


په داسي حال کي چي افغانستان يو ځل بيا د خپل تاريخ پر خورا حساس او نازک بريد (د پاڼ او پړانګ) تر منځ ولاړ دئ، دا څېړنغونډه جوړول يو خورا پر ځاى او تر بل هر وخت اړين ګام او بېسارى نوښت ګڼل کېداى شي.
زموږ هيله دا ده چي په دې غونډه کي د افغانستان خواخوږي او ضمير لرونکي پوهان، څېړونکي او شنونکي تر بل هر وخت زيات د خپل درانه مسوليت په ژور درک سره دقيق فکر، څېړني او شنني وکړي، چي څنګه کولاى شو په ګډه نننى افغانستان د هغه ژور بحران له بلا څخه وژغورو چي دا مهال يې په تورو منګولو کي راښکېل اود يو موټي وجود د پوښتني له ګواښ سره يې مخ کړى دئ.


درانه پوهان پوهېږي چي افغانستان د خپل ټول تاريخ په اوږدو کي تر ننه پوري د خپل ډېر حساس جغرافيايي سياسي وجود له امله تل د نړۍ د سراښو ځواکونو د ستراتيژيکو موخو د ګټلو دپاره په ناروا توګه د ډېر بر بادوونکي جنګ سور ډګر يا هم د ټوپ وهلو تخته پاته شوې ده، نن بيا ګورو.
په داسي حال کي چي نړۍ د  يوه قطبي ښامار په زهرو لړلې ده، نو دې ښامار بيا خپل سنګر د افغانستان په وجود کي انتخاب کړى دئ او د افغانستان له غېږي کولاى سي خپل وژونکي زهر سيمي او نړۍ ته صادر کړي.


درنو دوستانو!
که چيري موږ د يو څو شېبو دپاره له سياسي مصلحت او نزاکت څخه د تېرېدو اجازه ولرو نو ډېر رښتيا او روښانه واقعيت دا دئ چي نن امريکا په خپل ټول غرور سره د خپل وحشت ډېر تباه کوونکى ګام د افغانستان پر ټټر په داسي انداز ايښى دئ چي د ملي، قومي او قبيلوي ناسور په بڼه به د دې ګام د ژورو زخمونو په درملنه تر ډېره د خداى په خدايي حيران يو.
د دې ترڅنګ نړيوالي ټولني د ديموکراسۍ او آزاد بازار په پديده د يوه وارداتي توکي په څېر په داسي نا معقوله او غير علمي توګه افغانستان ته راولېږله چي د ګټي پر ځاى يې همدا اوس لا زيانونه ډېر څرګند دي، دا ځکه چي د ملت سياسي شعور فلج دئ، په تن لڅ او په نس وږى، د وژونکي فقر او بېکارۍ سره لاس او ګرېوان، د لوست او پوهي له نعمته بې برخي دئ او اخلاقي کمزوريو ځپلئ دئ. له بلي خوا مرکزي اداره ډېره خواره او د دولتي چارواکو په بيا بيا څرګند اعتراف په نهايي فساد ککړه ده.
د دولت چاري د اهليت نه بلکي د مصلحت، شناخت او زور پر بنسټ سپارل شوي دي، امنيت ورځ تر بلي تر بدو بترېږي، دولتي پرسونل په ډېر نا متجانس ډول جوړ دئ، دولتي چارواکي پخپلو کي يو بل ته په سنګر کي ناست دي، جالبه دا ده چي خپله د ولسمشر مرستيال د دولت د مخالفي جبهې تر ټولو فعاله مهره ده، د قانون نوم خو اخيستل کېږي، مګر پلي کېده يې يو تصور دئ.


بل اړخ ګاونډي هيوادونه افغانستان ته په کمين کي ناست دي او په څرګنده خپل لاسپوڅي په هر لحاظ تمويلوي.
نو په دغسي يوه حالت کي څه فکر کوئ چي ملت د ديموکراسۍ او آزاد بازار په نامه د بې بندوبارۍ و ګرداب ته ور ټېل وهل شي، پايله به يې څه وي؟


درنو پوهانو!
ډېره ضرور ده چي ستاسو پام په افغانستان کي هغه خپاره شوي ذهنيت ته هم راواړوو چي په باب يې لا تر اوسه جدي بحثونه نه دي شوي، هغه دا چي په افغانستان کي اوسنى جنګ د امريکا د ستراتيژۍ يوه حتمى برخه ده او په نا مخامخ توګه هغه ډلي پر پښو دروي چي دوى يې ترهګر بولي او د له منځه وړلو په بانه يې افغانستان لاندي کړى دئ.


ښايي تاسو ته به احمقانه وبرېښي که موږ د داسي شواهدو خبره وکړو چي له مخي يې امريکايي ځواکونه خپلو دښمنو ډلو ته خوراکي توکي او وسلې ورکوي او هغسي ګوزار ورباندي نه کوي چي شپږ کاله دمخه يې هغوى له خپلو پخو ريښو سره په ډېر لنډ زماني واټن کي له بېخه و ايستل، خو نن د هغو منظم او ډلي _ ډلي حرکتونه، څه فکر کوئ چي ولي نشي ځپلاى؟او پر ځاى يې د ملکي خلګو قتل عامونو د غونډو کليو او ولسواليو يو مخيزه تباهيو يوه بشري ناورين ته مخه ورکړې ده؟
قدرمنو مېلمنو!
د دې موضوع ابعاد دومره ژور او پراخ دي چي يوازي يادونه يې هم د يوه پيغام تر زغم وزي.


زموږ هيله دا ده چي د دې درنې غونډي برخه وال د خپل درانه مسوليت په ژور درک سره د افغانستان د روان ناسوري کړکېچ د ژورو اړخونو ژوره څېړنه وکړي او د اواري معقولي لاري چاري يې روښانه کړي او د دې تر څنګ دا وړانديز هم کوو چي د افغانستان په باب د ورته څېړنغونډو يوه پرله پسې لړۍ را پيل شي او دا مسله يوازي د ايمان، وجدان او خلوص په مټ دېره جدي تعقيب سي، کنه نو خداى مکړه هغه لوى افغانستان چي دوه سوه شپېته کاله وړاندي يې په ټول عظمت او وياړ سره جغرافيايي حدود ټاکل شوي وو، که څه هم چي هغه جغرافيه شاوخوا تراشل شوې، خو موجوده شتون به يې د نېستۍ جهنم ته وغورځول شي، دا ځکه چي د يوه افغان ملت او يو موټي افغانستان د موجوده جغرافيې غليمان په ډېره څرګنده توګه پرته له کوم خنډ او خاره د افغانستان په غېږه کي د پرديو ستراتيژيو ته ساز و باز ورکوي.


ستاسو ټولو ښاغلو د سر لوړي او بري په هيله


په ادب مينه او درنښت
بېنوا فرهنګي ټولنه
افغانستان
1386/7/8