کور / راپور / هلمنديانو له وسله والو طالبانو څخه د اوږدمهاله اوربند غوښتنه وکړه

هلمنديانو له وسله والو طالبانو څخه د اوږدمهاله اوربند غوښتنه وکړه

د هلمند سلګونه ولسونو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د افغان حکومت او ملت د سولې او اوربند غوښتنه ومني، نور له جګړې لاس په سر او بين الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي.
دغه غونډه چې د قومونو او قبايلو چارو رياست له لوري د ولايت مقام تالار کې جوړه شوې وه، پکې هلمند والي تورنجنرال محمد ياسین خان، د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محمد شفيق ګل آغا شېرزي او ورسره مل پلاوي، د ولايتي شورا ريس او غړو، د بېلابېلو قومونو مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو ګډون درلود.
د غونډې په پېل کې د سرحدونو او قبايلو چارو معين ښاغلي احمدزي پرانېستونکي وينا وکړه، چې پکې يې د جګړې او ترهګرۍ پر ضد د افغان علماو د فتواء ملاتړ او هرکلي ترڅنګ د جمهور ريس له لوري د سولې او اوربند ستاينه وکړه او دغه راز يې له ولسونو يې هم ددې بهير د کلک ملاتړ هيله وکړه.
غونډې ته د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان په خپلو خبرو کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزير او ورسره راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د افغان درې زره کسيزه علماو د فتواء پر ستاينې سربېره له جمهور ريس اشرف غني څخه مننه وکړه، چې په لومړي ځل يې د اوربند ستر ابتکار وکړ او په دې سره يې هيوادوالو او نړيوالو ته دا جوته کړه، چې افغانان د اوربند او سولې صلاحيت او جرئت لري.


هلمند والي وويل: د اختر په ورځو کې د سولې او اوربند پراخ ولسي ملاتړ او هرکلي وښوده، چې افغانان له جګړې سخت ستړي دي، لويه غوښتنه يې داده، چې نور جګړه پای ته ورسېږي او د امن او سولې په فضاء ژوند وکړي.
جنرال ياسين خان وړاندې وويل: د افغانستان حکومت د سولې او اوربند په اړه خپل ټول مسُوليت په بشپړه وضاحت سره اداء کړی، وسله والو طالبانو ته يې بې قېد او شرطه د سولې او اوربند غېږه پرانېستې او په دې سره يې د ملت دې سترې غوښتنې ته لبيک ويلی.
هغه له وسله والو طالبانو يو ځل بيا وغوښتل، چې ددې زورېدلي، کړېدلي او قرباني شوي ملت غوښتنو ته درنښت وکړي او د اوربند په اعلانولو سره د بين الافغاني سولې مذاکراتو ته حاضر شي.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محمد شفيق ګل آغا شېرزي د خپلو خبرو پر مهال وويل: جمهور ريس د سولې او امن لپاره ځانګړې هڅې کوي، چې ددې څو کلونو په ترڅ کې د سولې په اړه کړي هلې ځلې يې بې سارې او نه هېرېدونکي دي.


ښاغلي شېرزي د سولې او اوربند په برخه کې د خلکو هڅې هم اغېزلروونکې وبللې او وې ويل: وزارت يې د سولې يوه جرګه جوړه کړې ده، چې له مخې يې د کوټې شورا له ځينو غړو سره خبرې اترې هم شوي دي او هيله مندي وښوده چې دا هڅې به هم د سولې په برخه کې نتيجه ورکړي.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير د هلمند والي له هغو کړنو هم هرکلی وکړ، چې په خبره يې د هلمند د ټولو قومونو او قشرونو د منسجموالي لپاره يې هڅې پېل کړې دي او غوښتنه يې له ټولو ولسونو وکړه، چې د نوموړي کلک ملاتړ او په مثبتو چارو کې ورسره لاسونه يو کړي.
غونډه کې د لايتي شورا ريس عطاوالله افغان، ديني عالم مولوي اقامحمد، د سولې شورا ريس، جهادي مشر امر حفيظ الله خان، د مدني ټولنو همږغۍ مشر او ګڼ شمېر نورو مخورو هم ويناوې وکړې، چې د خبرو ډېره برخه کې يې د سولې او اوربند په اړه د جلالتمآب جمهور ريس د وروستيو اقداماتو ستاينه او ملاتړ سربېره له طالب وسله والو څخه په کلکه وغوښتل، چې د افغان ملت د سولې هيلو ته لبيک ووايي، اوربند وکړي او نور له جګړې لاس واخلي.