کور / طنز / کشتي کج

کشتي کج


د پړانګ او ملخ تر منځ د کج غيږه نيولو و روستی وار (رونډ) پيل شو ټولو دا سوچ کاوه چې پړانګ ګټونکۍ دی نو له هم دې کبله به د پرانګ په هر غورځنګ د چکچکو ږغونه فضا ډکه کړه . پړانګ چې بړا(حريف) يې ډير ناتوانه ګڼه نو پر له پسې ټوپونه يې په ملخ پسې وهل چې ژر يې تر پښولاندي کړي . پړانګ دومره ټوپونه ووهل چې له ستړيا نه ستونې ستغ اوږد اوږد وغځيد.


ملخ هم ټوپ کړل او پر تندي يې کيناست او د اتلانو جام يې وګټه .ځکه يو ټوپ يې پر سول ( عقل) برابر سم او بې ښاځ( غرورّ) وواهه


      لندن۱۹۹۸