کور / سياسي / د سميع الحق مسلماني او خړپړ طالبجان!

د سميع الحق مسلماني او خړپړ طالبجان!

ليکوال: ح، حقوېش

د جولائ په 10مه نېټه په سعودي عربستان کي د افغان سولي په تړاو دوه ورځنى کنفرانس جوړ شو. چي پکښې د 37 هېوادونو سلو تنو عالمانو ګډون کړی و. چي د پاکستان ځينو مخکښو ملايانو طاهر اشرفي، مولانا فضل الرحمن او ګڼو نورو پاکستاني ملايانو له ګډون کولو څخه انکار وکړ. په دې کنفرانس کي يې د افغانستان روانه جګړه د شريعت له مخي ارزوله. چي د کنفرانس لومړۍ موضوع “په اسلام کي زغم او د افغانستان په سوله او ثبات کي د علماوو رول”  و. چي مشري يې د مکې مکرمې امام شيخ عبدالرحمن السديس کوله. د کنفرانس لومړۍ ورځ په جده کي او دوهمه ورځ يې په مکه مکرمه کي دائره شوه.
چي افغان دولت پکښې يو اسلامي حکومت وبلل شو او په وړاندي يې جګړه کول حرامه وګڼل شوه. د علماوو دا کنفرانس چي د اسلامي همکاريو سازمان او د سعودي د حکومت په ملاتړ جوړ شوی و، داسي اعلاميه خپره کړه چي په اسلام کي د بې ګناه خلګو وژل حرام دي او په افغانستان کي روانه جګړه هيڅ شرعي جواز نه لري.
د کنفرانس په اعلاميه کي ويل شوي چي سوله الهي حکم دی بايد ښکېلي خواوي ورته غاړه کښېږدي او د عملي کولو لپاره يې جدي ګامونه واخلي. همداراز په اعلاميه کي ويل شوي چي د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده او هغه څوک چي د مسلمانانو ترمنځ د سولي هڅي کوي بې شمېره اجرونه لري.
د افغانستان د سولي عالي شورا د ياد کنفرانس د پايلو څخه خوښي څرګنده کړه او وې ويل چي دا به د افغان جګړې پر ختمولو  ژوره اغېزه ولري.

خو طالبانو يې په وړاندي غبرګون وښود،او د کنفرانس په هکله يې يوه خبرپاڼه خپره چي پکښې ويلي يې و: چي دا ډول کنفرانسونه او غونډي د امريکايانو توطيه ده او له همدې لاري غواړي خپل اشغال ته مشروعيت پيدا کړي. او له سعودي عربستانه يې غوښتي و چي ددوی په وينا د امريکايي اشغال په وړاندي د افغان اولس سره ودرېږي.

همداراز په پاکستان کي د حقانيه مدرسې مشر مولانا سميع الحق د کنفرانس په لومړۍ ورځ وويل چي د سعودي عربستان او ورته نوري غونډي په افغانستان کي د جهاد دختمولو په مانا دي. نو د ځان په څېر د نورو ملايانو څخه يې غوښتنه وکړه چي وه يې څاري او ټولي هغه پرېکړي چي پکښې کېږي، بايد خلک وپوهوي چي وه يې نه مني.
او زياته يې کړه چي د افغانستان جګړه د ملا عمر په امر پيل شوی جهاد دی او زرګونو ملايان يې ملاتړي دي.
د ده په خبره، د اسلام پيغمبر(ص) ويلي چي جهاد بايد تر قيامته روان وي، ځکه نو بايد په افغانستان، کشمير او برما کي جګړه و نه درول شي. او بيا وايي: د جهاد په برخه کي ښځي ته له مېړه د اجازې غوښتنه شرط نه ده، نو طالبان دي په خپل سر جنګ ته دوام ورکړي.
د سميع الحق دا خبري علماوو ته داسي دي، لکه يو ماشوم چي خپل پلار تېر باسي ډول ډول خبري خبري ورته کوي. او ذهني جوړو شوو ته بيا داسي دي لکه کوم مايره کس چي په ماشومانو لوبي کوي او په ډول ډول يې سره راګرځوي، ورته خاندي او غولوي يې. نو سميع الحق د پخوا په څېر دا ځل بيا د خپل هېواد څخه د دفاع په خاطر په طالبانو لوبه وکړه او دهغوۍ لپاره يې په سعودي عربستان نيوکه وکړه، خو بدبختانه چي طالبانو دې ته هيڅ فکر ونکړ چي هغه په ټوله نړۍ کي د جهاد لپاره يو څو ځايونه مشخص کړل، چي له جملې يې افغانستان هم دې، او په دې هېوادونو کي جنګ هر وخت د پاکستان د بقاه لپاره شوى دې. او بل دى وايي د اسلام پيغمبر(ص) ويلي چي جهاد بايد تر قيامته روان وي. نو رسول الله(ص) خو دا نه دي ويلي چي جهاد به خامخا د قيامت تر ورځي پوري په افغانستان، کشمير او برما کي شروع وي، نو دا خبري د سميع الحق د ګيډي خبري دي چي د خلکو ذهينونه باندي خراب کړي. او د خپل هېواد د ګټي لپاره يې قرباني کړي.
او بل د سميع الحق دا دومه خبره هم د سړي ماغزه ډير سره ګرځوي چي وايي: د جهاد په برخه کي ښځي ته له مېړه د اجازې غوښتنه شرط نه ده، دا خبر دې ملا  په ټول عمر نه د کړې. خو دا ځل يې څنګه وکړه نو سړى ډير ورته فکري شي، چي دوى خو هر وخت اسلام په ښځه درولى چي د ښځي په هکله يوه وړه پېښه کېږي نو دوى يې دومره لويه کړي چي ټوله سيمه وښوروي، ښه بيلګي يې دا دي: ښځه زده کړو ته نه پرېښودل، بازار ته نه پرېښودل، له کوره نه وتل، په لاره يواځي نه تلل، له ناولده سړي سره نه کتل او داسي نور ډير… چي اوس بې له مېړه اجازه ورکول کيږي. نو له دې امله هغې ته هغه ټولي لاري ازادېږي کومي چي له کلونو کلونو يا د ملايانو په تګلاره کي ټول عمر ورباندي بندي وې. نو دلته زما فکر ته هغه د داعش(ISIS) تګلاره راځي. هغه په جنګ کي د ښځي ګډون لازمي بولي، د هر سر تيري سره د هغه د ښځي ملګرتيا روا بولي، هغه پېغلي چي نه وي واده شوې دوى يې خپلو سرتېرو ته په زوره په نکاح کوي، هغه ښځه چي مېړه يې د جنګ په حال کي مړ شي، دوى يې څلوېښ ورځو ته نه پرېږدي چي اسلامي طريقه ده، په هغه تازه ورځو کي يې بل ته  په نکاح کوي.
نو له دې داسي مالوميږي، هغه پروژه چي د سميع الحق باداران ورباندي کار کوي، لکه القاعده، مجاهدين، طالبان او داسي نور. هغه پروژه پاى ته رسوي او په يوه بله پروژه کار پيلوي چي نوم يې داعش دې، او سميع الحق د پخوا په څېر بيا غواړي چي په دې پروژه کي رول ولري او خپلو باداران ته وفاداره پاتي شي.