کور / راپور / بهرامي:ارزګان به د وسله والو له شتون څخه پاک کړو

بهرامي:ارزګان به د وسله والو له شتون څخه پاک کړو

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وزير تېره ورځ ارزګان ته د سفر پر مهال د رسنيو سره په خبرو کې وويل چې په دغه ولايت کې به وسله وال وځپي اوپه نږدو ورځو کې به ددغه ولايت په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې د وسله والو پرضد پراخ عمليات ترسره کړي.

خو په ارزګان کې بیا ولايتي شورا د دفاع د وزیر دغه سفر نمایشي بولي.

د افغانستان د دفاع وزير طارق شاه بهرامي دغه ولايت ته د سفر پر مهال له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې پلان لری څو په ارزګان کې د عملياتو په ترڅ کې وسله وال طالبان وڅپلي.

هغه وايي ارزګان ته يي د سفر موخه په دغه ولايت کې امنيتي چارو څخه د نږدي ليدنه وه.

نوموړی وايي پلان لری څو په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو پر وړاندي پراخ چاڼېز عمليات پیل او ټولي هغه سيمي د وسله والو له شتون څخه پاکې کړي چې وسله وال طالبان پکښي حضور لري.

ارزګان کې له څه کم دريو کلنوراهسي د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه ورانه ده.

دارزګان ،کندهار ترمنځ پرته لاره نا امنه خو دارزګان د ټولو ولسواليو لاری بیا د مرکزترينکوټ سره له تېرو دوه کلنو راهیسي د ترافيکو پرمخ بندي دي.

ارزګان ته د دفاع وزارت وزیر د سفر پر مهال وايي دارزګان کندهارترمنځ دلاري د امنيت خوندي کولو لپاره پلانونه لري.

بهرامي وايي افغان ځواکونو ته يي امر کړي چې د ترينکوټ په ګډون په ټولو ولسواليو کې عمليات پیل کړي او د ټولو ولسواليو لاری د مرکز ترينکوټ سره د ترافيکو پرمخ خلاصي کړي.

نوموړی له خلګو غوښتنه کوې چې د افغان ځواکونو سره دي د امنيت په تامين کې مرسته وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې دامهال افغان ګډو ځواکونوله لوری دترينکوټ ،دهراد ترمنځ پر پرتله لاره د وسله والو طالبانود څپلو په موخه عمليات روان دي چې د مسولين په خبر د عملياتو پر مهال يي زياتي سيمي د وسله والو طالبانو نيولي او دوی پلان لری چې په نږدي ورځو کې ددغه د ترينکوټ او دهراود ترمنځ پرتله لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه کړي.

دارزګان ولايتي شورا بیا دغه ولايت ته د ملي دفاع د وزیر سفر نمايشي ياده وي.

ددغې شورا يو تن غړی نورمحمد حقمل وايي ارزګان کې د جګړو له امله ملکي خلګو ته د سر مال زيان اوښتې او دولت ورته هيڅ پاملرنه نه کړه.

حقمل له مرکز دولت څخه غوښتنه کوې چې په دغه ولایت کې دي امنيتي حالت وارزوي او په نا امنو سيمو کې دي عمليات ترسره کړي.

نوموړی د ارزګان امنيتي وضيعت د انديښنې وړ ياده وي او امنيتي مسولين په دندو کې په غفلت تورنه وې.

د افغانستان دفاع وزير ارزګان ته پرداسي مهال سفر کوې چې ددغه ولايت په مرکز ترينکوټ او ټولو ولسواليو  باندي وخت ناوخت وسله وال طالبان پر افغان ځواکونو بريدونه کوې او ددغه ولايت ولايتي شورا ويلي چې وسله والو طالبان د افغان ځواکونو سره د ترينکوټ ښار په ۵ کيلومتری او ولسواليو  په دوه کيلومتري کې په جګړه بوخت دي.

راپور: احسان الله اولس يار