کور / #PTM / د سلګونو محکومو افغانانو قاتل خوشی شو!

د سلګونو محکومو افغانانو قاتل خوشی شو!

ليکنه: سميع الله صديق

ښکاره ده،چې نقیب مسید مو وروستی شهید نه وو، زموږ د محکومو افغانانو د شهادت لړۍ له کلونو،کلونو را روانه ده او لا به هم روانه وي،خو دا مو باور او ایمان دی،چې دا وینې او د یتیمانو سوي اوسیلي به رنګ راوړي او یوه ورځ به د دې شهیدانو وینې د لوی افغانستان لر او بر ولسونه په قدر لمانځي او د لر او بر ولس د یوځای کېدو په پار به ترې مننه کوي.

راو د سلګونو افغانانو قاتل و،هغه پخپله اعتراف وکړ،چې سلګونه بې ګناه افغانان یې وژلي،د پنچاب منحوسي او جابرې نظامي ادارې د تظاهر په خاطر د راو د نیول کېدو اوازې خپرې کړې،موږ ته له اول څخه معلومه وه،چې دا قتلونه راو نه بلکې پاکستاني نظامي ادارې کړي او راو د یوه عسکر په توګه اوامر پر ځای کړي.
راو بندي نه بلکې د اصف زرداري په تورو شیشو موټرو کې د هغه مېلمستون ته تګ راتګ کاوو او په عیش او نوش کې یې ژوند تېرول.

نن به مو دا احساس کړی وي،چې پنجاب مو د بابړې پر څېر د وینو تږی دی،هیڅ کله به زموږ د وینو پر زبېښلو موړ نشي او تل به د یو دښمن په څېر زموږ پر ځوانانو،خویندو او مېندو رحم ونکړي.

د بابړې د شهیدانو ویر تر ننه لر او بر ټبرونه د ویر پر ټغر لمانځي،خو د محکومو افغانانو پر ډېرو کورونو هره ورځ د بابړې په څېر د وحشت ټغر اوار دی او قاتلین یې د راو پر څېر سرې سترګې آزاد ګرزي.

زه فکر کوم د منظور پښتون د اوښکو او غم لړلو خاطرو حقانیت به مو اوس ښه تر سترګو شوی وي،اوس که ایمان او وجدان ولرو د منظور پښتون تر شا به د سپر په څېر ودرېږو او په خپل غوڅ او سر ښندونکي ملاتړ به د محکومې خاورې د هر جرم پوښتنه له جابر پاکستاني نظام څخه وکړو.

معلومه ده،چې د آزادۍ ناره به نور هم زور اخلي او ورځ تر بلې په اثبات رسیږي،که د پنجاب د جبر او ظلم پر وړاندې پر واحد غږ د خپلې آزادۍ غږ پورته نکړو دا د وینو کارېزونه به د افغان په وینو تل بهانده وي.
تل دې وي لوی افغانستان