کور / راپور / دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کي مو تر ۱۶۰ زيات وسلوال مخالفين وژلي دي

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کي مو تر ۱۶۰ زيات وسلوال مخالفين وژلي دي

د افغانستان دفاع وزارت وايي په تازه بريدونو کي يې د داعش او حقاني شبکې په ګډون تر ۱۶۰ زيات وسلوال مخالفين وژلي او په لسګونو نور يې ژوبل کړي دي.

دفاع وزارت نن په يوه خپره سوې اعلاميه کي ويلي دي چي په وژل سويو کي د طالبانو، داعش او حقاني شبکې غړي شامل دی.

د وزارت په خبرپاڼه کي راغلي دي چي دا بريدونه يې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کي په ننګرهار، غزني، کنړ، اروزګان، پکتیا، زابل، فراه، کندهار، بادغیس، فاریاب، کندوز، هلمند،بلخ او بدخشان ولایتونو کي کړي دي.

ددفاع وزارت زیاتوي چي افغان ځواکونو په دې بریدونو کې له هوایي بريدونو هم  مرسته  ترلاسه کړې ده او په ۱۹ بریدونو کي يې  د ترهګرو ګڼ شمیر ځالې په نخښه کړي دي.

دفاع وزارت پر داسي مهال د وسلوالو د وژني خبره کوي چي تېره شپه په نيمروز، فراه او ګڼو نورو ولايتونو کي د طالبانو په بريدونو کي ګڼ شمېر افغان سرتېري وژل سوي او ژوبل دي.

طالبان هم ډېری وخت پر افغان ځواکونو د بریدونو  په پايله کي هغوی ته د درانه مالي او ځاني زيانونو د اړولو دعوه کوي.

په افغانستان کي پر داسي مهال جګړو زور اخيسی دی چي تیره اوونۍ په سعودي عربستان کي د نړۍ د۱۳۳هیوادونو  دیني عالمانو په افغانستان کي روانه جګړه د اسلامي شريعت له مخي  ناروا وبلل او پر وسله  والو  ډلو  یې ږغ وکړ چي  دافغان دولت سره سوله وکړي او له جګړې لاس په سر سي.