کور / راپور / ارګ: ولسمشر اشرف غني د ناقانونه چلند د څېړني امر کړی دی

ارګ: ولسمشر اشرف غني د ناقانونه چلند د څېړني امر کړی دی

ولسمشر اشرف غني د هغه ناقانونه چلند د ارزوني حکم کړی دی چي له مخي يې د ملي اردو سرتيري په فارياب کي د نيول سويو کسانو سره کړی دی.

له ارګه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي په فارياب کي د نيول سويو کسانو پر وړاندي د افغان ځواکونو د چلند او همدارنګه په پکتيا او جلال اباد کي د  ولسي وګړو د وژني د اروزني لپاره ولسمشر امر کړی چي جدي څېړني وسي.

له څو ورځو راهيسته پر خواله رسنيو داسي انځورونه خپاره سوي دي چي ښيي افغان کمانډو ځواکونه په فارياب کي د قومندان قيصاري ساتونکي چي سترګي يې تړل سوي دي وهي  او د هغوی سره سپک چلند کوي.

د ارګ په اعلاميه کي ويل سوي دي چي ” د افغانستان حکومت د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هېڅ داسې چلند، چي د هېواد له اصولو او نافذه قوانینو سره ټکر کي وي، په هېڅ صورت د منلو وړ نه بولي. ”

په اعلاميه کي راغلی چي ولسمشر د يادي پېښي د جدي څېړني امر کړی دی، په اعلاميه کي راغلي: ”ولسمشر غني فاریاب کي د نیول سویو کسانو خپرو سویو تصویرونو او دغه راز په پکتیا او ننګرهار کي د پوځي عملیاتو پر مهال ملکي خلکو ته د اوښتي زیان په تړاو ادارو ته امر کړی، چي څومره ژر ممکن وي، هر اړخیزه او جدي څېړنه یې وکړي. ”

په فارياب کي۱۲ ورځي وړاندي قومندان قيصاري افغان ځواکونو ونيوی او له ځان سره يې کابل ته ولېږدوی.

پر قيصاري تور دی چي د افغان ځواکونو پر وړاندي يې نامسؤولانه چلند کړی دی او  د ناقانونه کړني يې ترسره کړي دي.

د قيصاري څو ساتونکي تېره جمعې ورځ افغان حکومت خوشي کړه، خو خپله قيصاري او څو نور ساتونکي يې لا هم په کابل کي بنديان دي.