کور / راپور / د ټاکنو خپلواک کمېسون: د نومليکني د بهير باطول ټاکني کړکېچ ته بيايي

د ټاکنو خپلواک کمېسون: د نومليکني د بهير باطول ټاکني کړکېچ ته بيايي

د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي چي د ټاکنو په تړاو د سياسي احزابو غوښتني نه عملي کېدونکي دي او دا ډول غوښتني انتخابات د کړکېچ خواته بيايي.

تېره ورځ په کابل کي د سياسي احزابو مشران جرګه سوي وه او په  انتخاباتو کي يې د نومليکني پر بهير نيوکه وکړه او ويې ويل چي په دې لار کي په مليونونو ډالر بې ځايه مصرف سوي دي او بايد د دوهم ځل لپاره نومليکنه وسي او د بايميټريک سيسټم څخه پکي کار واخيستل سي.

په دغه سياسي مشرانو کي د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدين رباني، د نجات ملي مشر پير سيد حامد گيلاني، د وحدت اسلامي مشر محمد محقق، د افغانستان نوین ګوند مشر محمد يونس قانوني، د نوې ملي جبهې مشر داکتر انوارلحق احدي، د کريم خليلي په استازیتوب اسدالله سعادتی، د حامد کرزي په استازیتوب ضرار احمد مقبل او د جنبش اسلامي ګوند په استازیتوب باتور دوستم برخه اخيستې وه.

د سياسي مشرانو په پرېکړه ليک کي ويل سوي چي د رايي ورکوونکو د نوملیکنې اوسنی بهیر د وخت ضایع کول دي او په دې برخه کي میلیونونو ډالر بې ځایه  لګول سوي دي او دا بهیر “نیمګړی او درغلیو ته لار هواروونکی” دی.

دوی وايي چي د رايي ورکوونکو د نوملیکنې بهیر بايد له سره پیل سي او د ګوتو په نښې يا بايمټريک په سيسټم باندي ثبت سي.

خو  د ټاکنو د خپلواک کمېسون ویاند حفیظ الله هاشمي وايي، اوس د ټاکنیز قانون او د سیستم بدلولو وخت تېر سوی دی او د تلي/ مېزان  ۲۸  ټاکنو ته ټول چمتووالی نیول سوی دی.

د نوموړي په خبره ، د سیاسي ګوندونو د غوښتنې منل ټاکنو ته ټاکل سوې نېټه له ستونزو سره مخامخوي او دا غوښتنه یې نه عملي کېدونکې ده.