کور / راپور / چارواکي:له دوه کلنو وروسته دترينکوټ ،دهراوود ترمنځ لاره خلاصه سوه

چارواکي:له دوه کلنو وروسته دترينکوټ ،دهراوود ترمنځ لاره خلاصه سوه

له دوه کلنو وروسته د ارزګان د ۶ ولسوالۍ له جملي څخه لومړی ځل دي چې افغان ځواکونه د ترينکوټ او دهراوود ترمنځ پرته لاره د ترافيکو پرمخ خلاصوي.

دارزګان سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي ددغې لاري خلاصولو په موخه کې د اتل ۱۰ په نوم ۱۷ ورځي د ګډو ځواکونو له لوری عمليات ترسره کړي دي.

په ارزګان کې د څلورمي پلي ليوا قومندان جنرال رحمت شاه قيمتي د عملياتو په سيمه کې د لر او بر خبريال  ته وويلي چې د عملياتو پرمهال يي تر ۷۰ پوري وسله والو ته مرګژوبله اړولي ده.

نوموړی وايي د لاري په اوږدو کې ګڼ شمير لوی او واړه کلي د وسله والو له شتون څخه پاک کړي او د سيمي له اوسيدونکو غوښتنه کوې چې خپلو کورونو ته دي ستانه شي.

د څلورمي پلي ليوا امنيتي چارواکي وايي د يادي لاری د امنيت خوندي کولو په موخه يي د لاری پر سره امنيتي سرتيري ځاي پر ځاي کړي دي.

جنرال رحمت شاه قيمتي وايي دوی پلان لري څو په نږدي ورځو کې د عملياتو پرمهال يو شمير نورو ولسواليو لاری هم د مرکز ترينکوټ سره د ترافيکو پرمخ خلاصي کړي.

دسيمي اوسيدونکي خوښ دي چې دولت يي سيمه د وسله والو له شتون څخه ورته پاک کړي او زياته وې چې له کلنو وروسته خپلو سيمو ته ستانه شوي دي.

دوی وايي د امنيت په راوستلو کې به له دي وروسته د افغان ځواکونه سره همکاره کوي  خو له دولت څخه غوښتنه کوې چې په سيمه کې دي د بیارغونې کارونه ترسره کړي.

داپه داسي حال کې ده چې دوی ورځي وړاندي د افغانستان دفاع وزير طارق شاه بهرامي ارزګان ته ديوه سفر پرمهال ويلي چې پلان لري څو دترينکوټ په ګډون په ټولو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو دڅپلو په موخه پراخ چاڼيز عمليات ترسره کړي او د ټولو ولسواليو لاری له مرکز ترينکوټ سره دترافيکو پرمخ خلاصي کړي.