کور / راپور / جنرال نيکولسن: د سولي په هکله د افغان بهير ملاتړ کوي

جنرال نيکولسن: د سولي په هکله د افغان بهير ملاتړ کوي

د امريکا او ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان نيکلسون وايي چي د سولي په هکله د افغان بهير څخه نړيوال ملاتړ کوي.

نوموړی چي پرون د جولای پر ۱۶ نېټه د افغانستان د دفاع د وزير او نورو لوړ پوړو چارواکو سره کندهار ته راغلی وو، وويل چي امريکا به د افغانستان د سولي په تړاو د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

د هغه په خبره “زموږ د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي پمپیو، ویلي دي موږ متحده ایالات چمتو یو چي له طالبانو سره خبرې وکړو او د نړیوالو ځواکونو د ونډې په اړه بحث وکړو.”

جنرال نيکولسن په افغان سوله کي د ولسمشر اشرف غني د هلوځلو ستاينه وکړه او په دې برخه کي يې د پوره مرستي کولو لپاره چمتووالی وښودی.

په دې وروستيو کي نيويارک ټايمز يو راپور خپور کړ چي ګڼي سپيني ماڼۍ خپلو ډيپلوماټانو ته لارښوونه کړې ده چي د طالبانو سره د امريکا د مخامخ خبرو اترو لپاره هلي ځلي پيل کړي.

په دې هکله تراوسه طالبانو څه نه دي ویلي خو د افغانستان د سولې شورا په مشروط ډول د دغه اقدام هرکلی کړی دی او ویلي دي چې باید له طالبانو سره هر ډول مذاکرات د افغانانو په مشرۍ وي.