کور / راپور / ولسمشر اشرف غني: د طالبانو سره به د سولي هوکړې ته رسېږو

ولسمشر اشرف غني: د طالبانو سره به د سولي هوکړې ته رسېږو

که څه هم طالبانو په وارو وارو د ولسمشر اشرف غني د سولي وړانديز رد کړی دی خو لاهم غني د طالبانو سره د سولي تمه لري او باور لري چي طالبان به د سولي مېز ته حاضر کړي.

ولسمشر غني په يوې مرکه کي ويلي، چي وسله‎وال طالبان به د افغان حکومت د سولې وړاندیز مني.

نوموړی د ازادۍ راډيو سره په مرکه کي ويلي دي:

“اوربند ثابته کړه چي طالبان هیله لري چي له نورو افغانانو سره یو ځای یوه لوري ته ولاړ سي. د اختلاف وړ مسایل یو په بل پسې لېرې سول، د نړیوالو ځواکونو د رول په ګډون چي موږ واضح ویلي چي دا به د مذاکراتو یوه برخه وي. د «سولې د وړاندیز» رد د بشپړ نه منلو په مانا نه‎دی. دا داسې دی لکه تاسو چې د واده وړاندیز کوئ، د ناوې کورنۍ په وار- وار د نه ځواب وایي او په حقیقت کې به که خدای غوښتې وه، د «هو» مرحلې ته ورسېږو.”

هغه د داعش وسلوالو په هکله وويل:

“د داعش وسله‎والو شمېر لږ سوی دی، خو دا پدیده له بهره تمویلېږي. زما ژمنه دا ده چي موږ به داعش محوه کوو. تر هغو چې له طالبانو سره سوله ونه‎شي، دا بله برخه(داعش) د طالبانو له امکاناتو استفاده کوي، نو ځکه اړینه ده چې موږ خپل بین الافغاني مسایل حل کړو.”

طالبانو په وارو وارو د سولي وړانديزونه رد کړي دي او د سولي لپاره لومړنۍ شرط د بهرنيو ځواکونو وتل ښيي، طالبان افغان دولت لاسپوڅی دولت ګڼي او غواړي د سولي په هکله د امريکا سره مخامخ خبري وکړي.

د سولي په تړاو نوي دريځونه هغه وخت رامخي ته سول چي دوې ورځي وړاندي نيويارک ټايمز يو راپور خپور کړ چي ګڼي سپيني ماڼۍ خپلو ډيپلوماټانو ته لارښوونه کړې ده چي د طالبانو سره د امريکا د مخامخ خبرو اترو لپاره هلي ځلي پيل کړي.

په دې هکله تراوسه طالبانو څه نه دي ویلي خو د افغانستان د سولې شورا په مشروط ډول د دغه اقدام هرکلی کړی دی او ویلي دي چې باید له طالبانو سره هر ډول مذاکرات د افغانانو په مشرۍ وي.