کور / د ډيورنډ کرښه / د اګست څوارلسمه؛ توره ورځ

د اګست څوارلسمه؛ توره ورځ

لد پاکستان د ازادۍ د ورځي په هکله د لوی افغانستان تحريک اعلاميه

 کله چې د هند برتانوي امپراتوري ړنګه او پرنګيان وتلو ته اړشول، نو د خپل وفادار ايجينټ او غلام علي جناح په مرسته يې په سیمه کې د پاکستان په نوم هيواد رامنځ ته کړ، چې نه خپل فرهنګ او کلتور لري او نه هم د نورو خپلواکو هيوادونو په څېر ازادي لري.

کله چې پرنګيان وپوهېدل، چې نور په دغه سیمه کې خپل واک او قدرت ساتلی نه شي او وتلو ته اړ شول، نو  په ۱۹۴۷ز کال د اګست پر ۱۴مه يې د تروريزم حامي هيواد رامنځ ته او په دې سره پرنګيانو وکولای شول، چې د خپلې ستراتيژۍ د پلي کولو لپاره اسانه لار د پاکستان او د سیمې لپاره سرطان رامنځ ته کړي.

د جناح عليه لعنه په مرسته پاکستان هيواد رامنځ ته شول  او د ډيورنډ تحميلي کرښې په واسطه د بېل شوي يوه ملت په ازارولو، کړولو او وژلو يې لاس پورې کړ.

د پنجاب له رامنځ ته کېدو سره جوخت په په ۱۹۴۸ زکال کې د افغان ټول وژنې لړۍ پيل شوې او په ۱۹۴۹ ز کال پنجاب لومړی هيواد شو، چې د مغلګي پر سیمه چې ځوانان او مشران يې د ډيورنډ فرضي کرښې په خلاف را پورته شوي و او د اتڼ په بدرګه يې نور ولسونه رابلل، پاکستانۍ الوتکو په مغلګي سیمه بمونه وغورځول او زیات شمېر افغانان يې په شهادت ورسول

پنجاب د رامنځ ته کېدو سره جوخت  په محکوم او ازاد افغانستان کې پنجاب د خپلو اجيرو ايجنټانو په مرسته خپلې شومې موخې تر سره او دا لړۍ لا هم تر ننه پورې روانه ده.

افغان جهاد  ته د پنجاب ددفاع نوم ورکړل شول او د يوه ملت مشران يې د بېلا، بېلو تنظیمونو مسوولين او مشران وټاکل او بیا يې  يو افغان په خپلو منځونو کې د قدرت د تر لاسه کولو لپاره له یو بل سره  وجنګول.

 په ازاد افغانستان کې طالبانو تورې دورې سره جوخت تروريزم هم په محکوم  او ازاد افغانستان کې خپلې ريښې وځغلولې او تر دې چې په ۲۰۰۱ز کال ترهګرو د نيويارک او پنټاګون په ودانيو بريدونه وکړل او د امريکا په مشرۍ  نړيوالې ټولنې د تروریزم د محوه کولو لپاره افغانستان کې مداخله وکړه، خو له بده مرغه چې نړيوالې ټولنې بیا د لستوڼي په مار باور وکړ او په ښکاره پنجاب د ترهګرۍ ضد ايتلاف غړی شو  خو په پټه  يې د ترهګرو د محوه کولو  مالي مرستې د  ترهګرو په تمويل ولګولې، چې تر اوسه د لوی افغانستان په ټولو سیمو کې لا هم د تروريزم او  القاعدې د بريدونو شاهد يو، چې څو ورځې وړاندې د پنجاب اجيرو ملېشو د ترهګرو په مرسته لرغونی غزنی له خاورو سره برابر کړ.

نړيواله ټولنه که د تروريزم او ترهګرۍ ضد  جګړه کې رښتينې وي، نو لطفا دې د پاکستان له ملګرتيا لاس واخلي او د پرنګيانو په لمسون د ډيورنډ کرښې په وسیله بېلې شوې سیمې  چې د تاريخي لوی افغانستان نه بېلېدونکي برخه ده،  ډيورنډ تحميلي کرښې د محوه کولو لپاره دې لاس په کار شي، چې هم به نړيواله ټولنه د ترهګرو له بريدونو خوندي شي او هم به تاريخي لوی افغانستان د سولې او ملي يووالي الګو وګرځي.