کور / طنز / دا بي بي سي لندن دی!

دا بي بي سي لندن دی!

د چونګښو په يوه ډنډ کې آوازه خپره شوه چې د مار او موش خرما تر منځ جګړه شوی ده او   په ترڅ کې يې تور مار مړ شوی دی.  د دې آوازې په رسيدو سره په ډنډ کې اتڼونه ، نڅاه ګاني پيل شوې . نجونو او ښځو لاسونه  او پښې په نکريزو سره کړه او ټولو لکه اختر  چې وي نوي کالي  واغوستل او يو بل ته يې تبريکي ويل پيل شوه ځکه له تور مار نه چونګښې ډيري په تنګ وې او هره ورځ به يې دوه – درې ژوندی تيرولې،نو د مشرانو د مشورې په اساس موشخرما ته سوغاتونه برابر شول او څو چونګښو ته دنده ورکړل شوه ، هغو دا ډالۍ پر سرو واخېستې او له ډم او ډول سره لکه ورا چي د ناوي پسې ځي د موشخرما د غار خواته رهي شول د موشخرما وه غار ته له رسيدو سره سم


  د ژوندی دي وي  زموږ ټولمنلي درناب موشخرما !


کاميابه او سر لوړه دي وي موشخرما!


مړ او ورک دي وي تک تور مار!


نارې او شعارونه يو د بل  پسې  په انقلابي ولولو بدرګه کېدې ، خو له غاره د موش خرما پر ځاي تک تور مار راووت او د غار مخي ته يې لټکه( کفچه ) ووهله.


 د مار په ليدو  چونګښې لږ وارختا او تر شا شوې ، يوه ځوانه چونګښه چې د آزادو رسنيو د قانون په ارزښت ښه پوه وه لږ څه مار ته نژدې شوه او ويې ويل:


داسي آوازې دي او ډيرو راديو ګانو يې هم پخلی کړي چې په جنګ کې ته که موشخرما مړ شوی ياست! نو هغه چې مړ شوی دی هغه خو به تاسو نه ياست؟


نورو چونګښو خپل دوه غوږونه دوه سوه کړي وو او په شکمنو سترګو يې يو بل ته کتل او دګوندي تور مار مړ  وي دعاو ي يې کولې. خو تور مار ناړمي ( سر ټنبه ګي ) کوله او هم دا يې ويل:


– ما موشخرما مړه کړه!


دوه – درې نوري چونګښې د شاهدانو په توګه را مخي ته شوې ، هغوی شاهدي ورکړه چي بي بي سي هم دا خبر تاييد کړی دی، نو څرنګه وايې چې ته نه يې مړ!؟


 يوې پېغلې احساساتي چونګښې نارې کړې : نوهرو مرو مار مړ دی !


يوه بله سپين سرې چونګښې کرار مار ته نژدې شوه او په شک سره يې مار ته ځير ځير وکتل او په اسويلي سره يې وپوښتل:


رښتيا ووايه ! موږ ستا اوريدلي دي ؟ په زاريو او ننواتو يې ما ر ته و ژړل:
ګوره موږ ستا  اوريدلي دي !
مار له ډيري غوسې پښهار شواو په غوسه يې سر له مځکې وواهه . مار چې سر راپورته کړ هغه نژدې چونګښو ضعف  کړي وو او نوری په منډه وې  . يوه زړه چونګښه چې نشه وه په سختي سره يې خپلې ستر ګې پرانيستې او ويي ويل:


– ما چي په عمر در واغ  نه دي ويلي قسم خورم چي ته مړ يې ولا…!


ددې رښتيا ويونکي چونګښې په قسم سره د تښتيدولو چونګښو زړونه ډاډه شول او بيرته  راستنې شوې د بېسده شوو چونګښو پر مخونو يې اوبه وښيندلې او بيا يې سنګر ونيوی . مار له دوی د سنګر نيولو نه لږ وارختا شو نرۍ خولې يې پر تندي را ماتي شوې او په ژړاند ږغ يې وويل :


–        لکه چې ما نه وينی؟


يوې متقاعدي وزيري چونګښې له ليري نه ږغ کړل:


ته ښه سوچ وکړه ګوره ته به مړ يې موږ ستا اقرار غواړو !


تور مار له غوسې تک سور شوی وو غوښتل يې دا پخوانی وزيره ژوندی تيره کړي خو د بهرنيو خبريالانو  په ليدو چې سند پرې ونه  مومي چې ګواکي  دی پر چونګښو زياتی  کوي  ،نو تر دې کاره تير شو ،چې د مجرمينو نړيوالي محکمي ته يې ور ونه پيژني. په اخير کې  يوې ډلې چونګښو د دريو سره  غزلي ويلي :


الله شاکوکو جان موږ ستا اوريدلي دي که يې منې که يې نه منې؟  ….


 او اوقيان  د فيصلې له پاره مخي ته ولاړ وه 


يوه بله چونګښه مار ته نژدې شوه  هغې غوښتل تور مار د مړ شوي مار له عکس سره پرتله کړي خو  دا  هم په ناپامي کې د مار لخوا تيره شوه دا هم چا ونه ليده


نوري چونګښې په خپل منځ کې په خبرو اخته وې  چا ويل مړ دی!  چا ويل نه دی  مړ! چا، چا  بيا ويل  که مړ دی  نو دا بيا څوک دی !


د يو بل د بسيايني په پار چا قسمونه اخېستل او چا لاسونه ښورول او شرطونه يې تړل. يوه کورناستې چونګښه  چې د بلي چونګښې پر وږه سپره وه په لوړ ږغ يې نارې وهلې:


دا مار نه دی ! که مار وای تر اوسه به يې دوه درې ژوندی تيري کړی وای!؟


 د مار چې خيټه يې پړسيدلي وه د خبر يالانو د ډار نه ونې ته وخت او ځان يې تر ونې را تاو کړ يو تريخ ټيغ يې ويست.


هغه ځواني خبريالې چې دا د بي بي سي خبر يې ثبت کړی وو راغله پر چونګښو خوشالۍ ګډه شوه او په يوه سوبناکه ږغ يې نارې کړې :


ودي ليدل زموږ دي نه منل نو ر نو سر تمبه ګي پريږده  او ومنه چې مړ يې!!!!


چونګښو د ګوتنيوي په توګه يو بل ته لاسونه ښورول ګوره مړ دی خو دی ناځوانه يې نه مني


ځوانه چونګښه چې ډيره راپاريدلې وه نو په بېړه يې ټيپ ولګاوه:


دا بي بي سي لندن دی ، نړۍ دا وخت


.. د زاړه ډم تر څنګ د موشخرما او تور مار تر منځ يوه خونړۍ جګړه پرون په دو بجو پيل شوه چې په هغه کې سپکې او درنې وسلې وکاريدلې او تر درو ګريو  وروسته تور مار ترې تم او موشخرما يې غار په  خپله ولکه کې راوست دا خبرآزادو منابعو هم تاييد کړي دي. ټولو چکچکي وکړئ  او په يوه ږغ يې وويل:


– ودي ليدل!!!!


تور مار چې دا خبر واوريد نو بسيا شو او پر مځکه ولوييد،


 نورو چونګښو د ځواني چونګښې شعارونه په يوه ږغ بدرګه کاوه:


ژوندی دي وي بي بي سي !


– ژوندي دي وي


او د موش خرما ډالۍ يې د بي بي سي هغه خبر نګار ته چې دا خبر يې ورکړی وو واستوله 



لندن۱۹۹۹