کور / راپور / د ميرمن کلتوري – ټولنيز بهير اونيزې غونډې رپورټ

د ميرمن کلتوري – ټولنيز بهير اونيزې غونډې رپورټ

په لار کې ناسته يم د ښکلو خلکو زړونه ګورم
هر ښکلی ځوان ګوګل لري خو چندان زړه نلري


زړه چې يې خلاص کړمه د مينې پکښې ټکی نه وي
بېرته يې ورکړم غريبان په زړه کې څه نه لري


هـيـله( مـيـنه )
 
د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير اوومه اونيزه غونډه د١٣٨٧ کال د چنګاښ د مياشتې په نهه ويشتمه نيټه د شنبې په ورځ د استقلال ليسې په کوچني تالار کې د ماسپښين په دوو بجو پيل شوه غونډه چې د ماريا صديقي له خوا پرمخ وړل کيده ، مشران ميلمانه يې ښاغلي سيد حسن حسام ، عبدالنافع همت ، او رفيع الله سهاک وو . په سر کې طوبا ندا ساپۍ د تيرې غونډې ريپورټ ولوست او په اړه يې دګډون کونکونظر وغوښتل شوچې په دغه ترڅ کې عابد صيب وويل :


په ګزارش کې ويل شوي و چې د ليمې نعيمي غزل کره کتنې ته وړاندې شو خو پخپله غزل او په اړه يې نظريات په ګزارش کې نه وو لیکل شوي . بله داچې د ګزارش په پای کې د ځينو کسانو نومونه اخيستل شوي او ويل شوي وو چې دې کسانو خپل شعرونه ، مقالې او ژباړې ولوستلې خو دا نه وو ويل شوي چې چا څه ولوستل نو مهمه دا ده چې ګزارش بايد بشپړ وليکل شي.


طوباندا ساپۍ د ګډونکونکو دې خبرو په ځواب کې وويل چې تيره اونۍ ما بشپړ رپوټ ولوست خو ځينو ميلمنو او د بهير غړو وويل چې د تيرې اونۍ ريپوړټ بايد لنډ وليکل او په څو مهمو ټکو کې راونغښتل شي.


وروسته د بهير پر کاري مسايلو خبرې وشوې لينا شريفي وويل ما په بلاګ فا سايټ کې د بهير لپاره ويبلاګ جوړ کړ خو تر اوسه مواد نلري علم ګل سحر وويل چې د ميرمن بهير د ويب سايټ د جوړيدو کارهم روان دی او په لنډ وخت کې به په کاناډاکې دمیشت افغان فرهنګپال او کمپیوټر پوه ښاغلي مجیب لودین اوښاغلي فریدون الهام په هڅو جوړ شي .


دمیرمن کلتوري بهیر د ويبپاڼې نوم  د ټولو په خوښه ( ميرمن بهير ) وټاکل شو. وروسته لينا شريفي د ښځينه ليکوالو او شاعرانو د تذکرو په اړه وويل چې ما تر اوسه د ميرمن بهير دغړو ليکوالو او شاعرانو ژوند ليکونه ندي تر لاسه کړي او د بهير له غړو څخه يې وغوښتل چې راتلونکې غونډې ته خپل ژوند ليکونه له ځانه سره راوړي .


همت صيب په دغه ترڅ کې وويل:


دښځینه لیکوالو په تذکره تراوسه ښاغلي صالح او نورو لیکوالو څه ناڅه کار کړی دی ، په غونډه کې وپتییل شوه چې له دغو لیکوالو هیله وشي چې خپل کړی کار له میرمن بهیر سره شریک کړي.


ورپسې د کرکتنې برخه پيل شوه په دې برخه کې آغلې


فريبا ظاهر سوله مل خپله کيسه کرکتنې ته وړاندې کړه.


کيسه د ماريا په نوم يوې ماشومې نجلی باندې څرخيدله


چې د هغې پلار د  څو نامالومو کسانو له خوا ، له خپل کوره بېول کيږي ، تر ډيره يې د مړي او ژوندي څه پته نه وي خو څه وخت وروسته خبر راځي چې دهغې پلار ژوندی دی او ډير ژر به روغ رمټ کور ته راځي . د دې خبرې په اوريدو ماريا ډيره خوشاليږي ، هغه په بې صبرۍ سره د پلار د راتګ انتظار کوي او د هرکلي لپاره يې ټولې هغه تيارۍ نېسي کومې چې يې ماشوم ذهن ورباندی اوبه څښي. شپې او ورځې همداسې پسې تيريږي . يوه ورځ ماريا د پلار په انتظار، پر بام ولاړه وي چې څو موټر يې د کلا مخې ته دريږي او له يوه موټره يو تابوت چې شين ټوکر ورباندې خور وي ، راښکته کيږي .


د کيسې په پای کې معلوميږي چې ماريا په فکر کې تيرو وختونو ته ستنه شوې وي او دا هر څه هغه په خيال کې وينې او دم ګړۍ هغه په هديره کې د خپل پلار د قبر خواته ولاړه وي .


د فرېبا ظاهر له خوا د کيسې لوستلو وروسته د کيسې په اړه د ګډونکونکو نظر وغوښتل شو .


آغلې انيسې وردک وويل : کيسه ښکلې وه او ښه هم ولوستل شوه داسې چې اوريدونکی يا لوستونکی يې  له ځان سره هغه ماحول ته  ووړ .


ندا ساپۍ وويل : زما په کيسه کې تخيل ډير خوښ دی او زما په نظر دا کيسه ځکه ښکلې ده چې لوړ تخيل لرې.


خاطرې اسحق زۍ وويل که د کيسې ځينې دسر جملې يو څه رالنډې شي ښه به وي . لکه 🙁 تور ځنځير يې وشرنګاوه شيبه وروسته  د دروازې تر شا د پښو ترپی شواو….) دلته دې د پښو د ترپارې يادونه ونه شي او  نيغ په نيغه دې وويل شي چې ور خلاص شو ، که دا کار وشي بيا به کيسه يو څه رالنډه شي چې اوس اوږده ده .


حسام صاحب وويل: فريبا ته حق لرې چې دا ډول کيسې وليکې او دا حق هم لرې چې تر دې نورې ښيې او پياوړي کيسې وليکې زه همدومره وايم بس.



همت صاحب وويل :په عام ډول ښه کيسه وه او ښه کليوالي تصويرونه يې درلودل ، قوي پلاټ او تلوسه يې درلوده په تيره د کيسې وروستۍ برخه ډيره ښکلې انځور شوې وه خو که د ماريا نوم هم يو کليوال نوم وای دا به ښه وای بل د کرکټرونو معرفي ياپيژندنه بايد له درو فزيکې ، رواني او اجتماعي اړخه انځوريا معرفي شوی وايې .


عابد صيب وويل :زه د همت صيب وروستۍ خبرې تائيدوم خو داچې دا د فريبا لومړۍ کېسه ده ډيره ښه او پياوړې ده په خاصه توګه ژبه ډيره ښه وه ،ښه موضوع  اوښه پايله يې  لرله  خو د زمان او مکان کمبود پکې شته ، دا نه وو ويل شوي چې کوم کار څه وخت او چيرې وشو چې دا ډير ضرور دی بل داچې په پيل کې ويل شوي وو ( د شپې تياره غوړيدلې وه )  خو رڼا غوړيږي او تياره خوريږي ، بل که څه هم همت صيب د کيسې وروستۍ برخه خوښه کړه خو زما په نظر وروستۍ برخه يې اضافي ده کله چې تابوت ښکاره شو نور نو د کيسې تلوسه ختمه شوه او دا نورو ټکوته هيڅ اړتیا نه ليدل کيږي خو په مجموع کې د کيسې ښې برخې ډيرې دي نو زه درته کاميابي غواړم .


لينا شريفي هم وويل د کيسې ورستۍ برخه اضافي ده نوره زما ډيره خوښه شوه ښه ډيالوګونه يې درلودل ځينې اصطلاحات ډير ښکلي و لکه ( له دې خبرې سره يې سترګې خلاص وره ته يخې پاتې شوې ..) چې دا اصطلاح ما نوې واوريده همداراز که په مستقيمه توګه زمان او مکان نه ښودل کيږي  په سمبوليک ډول بايد روښانه شي.


سحر صاحب : فريبا ډير پخوا غوښتل چې ليکواله شي خو ددې ټولنې يې کور ودان چې هغی ته يې دا موقع ورکړه څو څه وليکې.


سحر صيب د کيسې دارزولو تر څنګ وويل چې فریبا سوله مل دکیسې ټول اصول په پام کې نيولي و ، په کیسه کې دلیکوالې هیڅ ډول قضاوت نه تر سترګو کیده او لیکوالې خپله بې طرفي ساتلې وه .


سحر د زمان او مکان پر شته والي ټينګار وکړ او ځينې ډيالوګونه يې ډير ښه او په زړه پوري وبلل ، لکه څه خبره ده ؟ خيرت دی؟ ، خدای به کوي ته به کوې هغه مه پريږده چې ……..، ژر ژر راځه ! او داسي نور خو وي ويل چې په کيسه کې ځينې کليمې که بدلې شي نو ښه به وي لکه ( د معمول په شان) پر ځای د نورکله په شان ، ( زړه ټکانونو) پرځای د زړه ټوپونه او داسې نورې چې ژورنالیستیکې کلیمې ورته ویلای شو.


سحرصيب زياته کړه : مونږ ډيرې خويندو لرو چې په ذهن کې يې داسې  ډيرې سوژې شته خو د لیکلو جرات يې نه لري.


دغونډې وروستۍ برخه چې مشاعره وه ماريا صديقې د ادب په اړه يوه شعر په ويلو سره پيل کړه ورپسې سلما قاضي زاده د وطن په اړه شعر ولوست ، طوبا ندا ساپۍ خپل ازاد نظم وړاندي کړ ، خاطرې اسحاق زۍ خپل غزل دکلمه کړ ، دل افروز زيرک د حميدې پکتيانۍ يو ښکلی غزل ولوست.  مينې يوه څلوريځه وويله ، سحر صيب خپل يو شعر وړاندي کړ ، همت صيب د اغلې هيلې مينې دوه لنډ شعرونه ولوستل همداراز عابد صيب خپل يوازاد شعر دکلمه کړ ، ذبيح الله سهاګ يوه لنډې ولوستله، سلما ، انيسې راحيلې نوري او نورو  په وار سره لنډۍ او ځينې لنډ شعرونه ولوستل.


او په پای کې دافغان ادبي بهير له خوا مرسته شوي سل ډالره د عابد صيب له خوا ميرمن ټولني ته ورکړل شوې همداراز يو شمير کتابونه او مجلې د حسام ادبي ټولنې له خوا ميرمن بهير ته ډالۍ شول .


په پای کې حسام صيب د يوه نظم د ويلو ترڅنګ د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير دا اونيزه غونډې وارزوله او زياته يې کړه : تاسو لا ډيره اوږده لار په مخ کې لرﺉ او ډير څه کولو ته اړتیا لری خو ستاسو د هڅو تر څنګ مونږ ژمنه کوو ستاسو بهير پياوړی کړو او تاسو ته زه ډاډ درکوم چې ستاسو بهير په ولايتونو کې هم ملاتړکونکې لري او تاسو بايد هڅه وکړﺉ چې د سياست او داسې نورو مسايلو ښکار نه شﺉ .


په پای کی يې د فريبا ظاهرکيسه او دطوبا ندا ساپۍ شعر وستايه او ندا ته يې خپل دوه کتابونه د تحفې په دود ورکړل . او د ټولني د بې طرفۍ د اړخ پر اړينتوب يې ټينګار وکړ . غونډه د ماځيګر په څلورو بجو ختمه شوه .


دمیرمن بهیر دمیاشتني پلان له مخې به په راتلونکې غونډه کې دخاطرې اسحق زۍ ادبي ټوټه کره کتنې ته وړاندې شي او دغونډې ویانده به پیغله راحله وي.