کور / راپور / سرچينې: د غزني په جګړه کي په لسګونو پاکستاني وسلوال هم وژل سوي دي

سرچينې: د غزني په جګړه کي په لسګونو پاکستاني وسلوال هم وژل سوي دي

افغان دولت ادعا کړې ده چي د غزني په جګړه کي يې په لسګونو طالبان وژلي دي چي يو شمېر يې پاکستاني وګړي دي.

په غزني کي د وژل سويو طالبانو له جملې د ځينو داسي کسانو انځورونه خپاره سوي چي ښيي د ډېورنډ د پوري غاړي او يا هم د پاکستان اوسېدونکي دي.

د افغانستان د د دفاع وزارت هم پاکستان په دې تورن کړ چي د غزني ښار په جګړه کي يې د طالبانو سره  ځانګړې استخباراتي مرسته کړې ده.

د غزني امنيه قومندان فريد مشعل هم وايي چي په جګړه کي يې لسګونه هغه پاکستاني وګړي هم وژلي دي چي پر غزني ښار د بريد پر مهال د طالبانو سره ملګري وه.

بل خوا  د پاکستان د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مرستیالي او د پارلمان پخوانۍ غړي  بشرا ګوهر په غزني ولایت کي د پاکستانیانو د وژلو او پاکستان ته ددوی د مړو خبر تایید کړی دی.

د پاکستان ځينو خبري رسنيو هم په غزني کي د پاکستاني وګړو وژل تاييد کړي دي او ځينو سياسيونو له پاکستاني دولته په افغان جګړه کي د  خپلو اتباعو د ښکېلتيا او د وژني په هکله سپيناوی غوښتی دی.

خو طالبانو په خپره سوې اعلاميه کي ويلي دي چي د غزني په جګړه کي ددوی په ليکو کي د پاکستاني وګړو د وژلو ادعاوي بې اساسه دي.